د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

کندهار کې د غواګانو فارم لرونکو اندېښنې؛ غواګانې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي


کندهار کې د غواګانو يو فارم
کندهار کې د غواګانو يو فارم

کندهار کې د غواګانو فارم لرونکي وايي، غواګانې یې د لمپې سکین په شمول په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي، چې له امله یې دوی سخت اندېښمن دي.

د کندهار د دامان ولسوالۍ د خوشاب سیمې اوسېدونکي خالق‌داد خپلې غوا ته چې تازه د ژړۍ په ناروغۍ اخته شوې، درمل اخیستي دي.

خالق‌داد وایي، د خپلې غوا شیدې هر سهار بازار ته وړي او په پیسو یې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

د نوموړي په وینا اوس چې د کورنۍ عاید دا یوازیۍ سرچینه یې د ناروغۍ له امله له خطر سره مخ ده، په اړه یې خواشينی دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "زه دوې غواوې لرم، دغه مې هستي او نيستي ده، دا دی اوس مې د پنځه‌سوه افغانیو دوا واخیسته، په دا ۲۵ ورځو مې پنځه زره افغانۍ پرې مصرف کړي، که دا غواګانې مړې شي زه بل عاید نه‌لرم."

د طالبانو د حکومت د کندهار کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له‌مخې تېر کال په‌دغه ولایت کې د لمپي سکین ناروغۍ له کبله ۱۶۰۰ غواګانې مړې شوې دي.

د غواګانو څښتنان وايي، د ټولې ګټې وټې سرچينه يې همدا غواګانې دي.
د غواګانو څښتنان وايي، د ټولې ګټې وټې سرچينه يې همدا غواګانې دي.

عطامحمد چې په کندهار کې د غواګانو یو فارم لري وایي، تېر کال د فارم لرونکې غواګانې ځکه ډېرې مړې شوې، چې دوی یې د ناروغیو په وړاندې بې‌غوره وو، ان د یو شمېر فارم لرونکو کاروبارونه د سقوط له ګواښ سره مخ شول.

عطامحمد وايي: "بیخي ډېر خلک یې تاواني کړل، غواګانې یې مړې شوې، موږ یې خپله د غواګانو د ساتلو څخه بېزاره کړي یو، د خلکو د لس او پنځلس لکه افغانیو غواګانې مړې شوي."

د غلام سخي په نوم یو مالدار وایي، که د غواګانو د ناروغیو پر وخت درملنه او مخنیوی ونه‌شي، نو د ګڼ‌شمېر مالدارانو د مالونو د مړه کېدو امکان شته، چې ورسره به دوی بې‌کاره شي.

دا او نور مالداران د طالبانو له حکومت او اړوندو مؤسسو د واکسینونو او درملو غوښتنه کوي.

کندهار کې د غواګانو فارمونه
کندهار کې د غواګانو فارمونه

غلام سخي زیاتوي: "د دولت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې درمل او نور وسایل راوړي، تر څو د دې غواګانو د مریضۍ مخنیوی وشي، د ډېرو خلکو غواګانې مړې شوې."

حیواني ډاکټران وایي، د لمپي سکین (Lumpy Skin Disease) چې یوه ویروسي ناروغي ده، په غواګانو کې د پوستکي د ټپونو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

دا ناروغي د غوماشو، مچانو او نورو حشراتو له لارې خپرېږي.

د دې ناروغۍ له امله د غواګانو وزن کمیږي او شیدې کمېږي او په ځینو حالتونو کې یې د مرګ لامل ګرځي.

په کندهار کې دا مهال ۶۴۰ د غواګانو کوچني او لوی فارمونه شته، چې په‌کې زرګونه غواګاني ساتل کېږي او زیات شمېر خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG