د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

کندهار کې د کلالۍ صنعت؛ خلکو د خټینو لوښو رانیولو ته مخه کړې


کندهار کې د کلالۍ صنعت
کندهار کې د کلالۍ صنعت

په کندهار کې د کلالۍ صنعت‌کاران چې د هر ډول لاسي تنورونو، ګل‌دانیو، کوزو او لوښو په جوړولو بوخت دي وايي، د تېرو کلونو په پرتله يې د کلالي مسلک وده کړې او ډېر مينه‌وال يې پیدا کړي.

د کندهار ښار په حاجي عرب سیمه کې د کلالۍ لسګونه صنعت‌کاران د دوديزو لاسي تنورونو، د اوبو منګيو یا کوزو، ګل‌دانیو، ګلاسونو او د بېلابېلو لوښو په جوړولو بوخت دي.

د سید ګل په نوم یو کلال ازادي راډیو ته وویل، د ګرمۍ په موسم کې ډېر منګي او په ژمي کې بیا ډېرې ګل‌دانۍ جوړوي.

سیدګل وايي: "په دوبي کې منګي ډېر خرڅیږي، چې ګرمي ختمه شوه د ګل‌دانیو موسم شروع کېږي، په ژمي کې بیا لوښي جوړوو، بیا تر پسرلي پورې."

دلته د کلالۍ په صنعتي فابريکو کې سلګونه ځوانان پر کار بوخت دي او خپلې اقتصادي اړتیاوې د دې کار او مسلک له لارې برابروي.

کندهار کې د کلالۍ صنعت
کندهار کې د کلالۍ صنعت

د حکمت‌الله سروري په نوم د کلالي لوښو یو خرڅونکی وايي، په لاس د جوړ شويو تنورونو او د اوبو منګيو یا کوزو بازار تر پخوا غوړېدلی او ګاونډيو ولايتونو او لرې پرتو ولسواليو ته یې هم استوي.

حکمت‌الله سروري وايي: "د منګیانو او ټولو خټینو لوښو فروشات زیات شوي، ټول خلک د دې لوښو په کارولو اخته شوي، موږ یې ولسوالیو او نورو ولایتونو ته هم استوو."

د عصمت‌الله په نوم د کندهار يو اوسېدونکى چې دلته د کلالي تولیداتو د پېرلو لپاره راغلى وايي، د کلالي صنعت له تولیداتو په ورځني ژوند کې ګټه اخيستل يي خوښيږي او زیات خلک يې مینه‌وال دي، ځکه لوښي او لاسي توليدات تاريخي مخينه لري.

کندهار کې د کلالۍ صنعت
کندهار کې د کلالۍ صنعت

نوموړی وايي: "زه د منګیانو اخیستلو لپاره راغلی یم، زما د منګیانو اوبه خوښې دي طبيعي اوبه يې یخې او پاکي دي، مرضونه نه‌لري."

د کندهار کلالان د دوی د کار لپاره د یوې مشخصې سیمې نشتوالی د یوې ستونزې په توګه یادوي او د طالبانو له حکومته غواړي چې، د ښار او هستوګنې سیمو څخه لیرې دې د دوی د کار او بټیو د فعالیت لپاره یوه سیمه ورته مشخصه شي.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د کندهار ښاروالۍ ویلي و، چې د کلالانو د فعالیت لپاره د یوې مشخصې سیمې د ټاکلو لپاره هڅې کوي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG