د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

کندهار کې خلک د مسافر وړونکو موټرو له لوړو کرايو شکايت کوي


کندهاهر کې يو مسافر وړونکی موټر
کندهاهر کې يو مسافر وړونکی موټر

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي د مسافر وړونکو موټرو د کرايي د لوړ نرخ څخه شکایت کوي او د کرایې د کمېدو غوښتنه کوي.

د دوی په خبره، کله چې تېل ګرانیږي، نو کرایه پورته کېږي، خو د تېلو د ارزانه کېدو سره بیا کرایه نه ښکته کېږي.

په کندهار کې د کابل موټرونو اډې څخه هر ورځ زرګونه مسافر په کوچني او غټو موټرونو کې کابل ته تګ راتګ کوي.

په ياده اډه کې د کندهار څخه کابل ته یو تلونکی مسافر فضل محمد د مسافر وړونکو موټرو پر لوړې کرایي نیوکه کوي او وايي، د مسافر وړونکو شرکتونو او کوچني موټرونو د ټکټ بیه ډېره لوړه ده او دوی نه‌شي کولای په لوړه بیه ټکټ واخلي.

فضل محمد وايي: "د لویې لارې کرایې زیاتې دي، حاکم نظام باید دې ته متوجه شي، ډېر خلک له مجبوریت څخه سفر کوي او د لوړې کرایې توان نه‌لري."

احمدشاه او احمدالله چې دوه نور مسافر دي وايي، د مسافر وړونکو موټرو کرایه باید د تېلو د بیې سره تړلې وي او د تېلو د ارزانه کېدو په صورت کې هم کرایه باید کمه شي.

خلک وايي د تېلو د بيو له تيټېدو سره کرايې هماغسې لوړې وي.
خلک وايي د تېلو د بيو له تيټېدو سره کرايې هماغسې لوړې وي.

دوی زیاتوي، د کرایې په اړه باید واضحه او شفافه پالیسي موجوده وي چې مسافر او موټر چلوونکي دواړه پرې خبر وي.

دا خلک د طالبانو د حکومت د ترانسپورت ریاست څخه د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.
احمدشاه وايي: "کله چې د تېلو بیه لوړه شي، نو کرایه ژر پورته کېږي، خو کله چې تېل ارزانه شي، بیا هم کرایه هماغسې لوړه پاتې کېږي، موږ د حکومت له چارواکو څخه غواړو چې په‌دې اړه جدي اقدام وکړي."

دغه راز احمدالله ازادي راډيو ته وويل: "موږ د خپلو ورځنیو اړتیاوو لپاره سفر کوو او د لوړو کرایو توان نه‌لرو. حکومت باید دې ستونزې ته جدي پام وکړي او د کرایو په کنټرول کې اقدام وکړي."

کندهار کې مسافر وړونکي موټرې.
کندهار کې مسافر وړونکي موټرې.

د مسافر وړونکو موټرو د لوړې کرایې د شکایتونو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت د کندهار د ترانسپورت ریاست چارواکو رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، د مسافر وړونکو موټرو د کرايې د کنټرول په موخه یې یوه لایحه جوړه کړې او دغه ریاست هوډ لري چې په بازار کې د پټرول بيې راټیټېدو سره د مسافر وړونکو موټرو کرایه هم راټيټه کړي.

کندهار کې خلک داسي مهال د لویو لارو د موټرو د کرایې د لوړوالي څخه شکایت لري چې، له یوې خوا د اقتصادي ستونزو او له بلې خوا د بې روزګارۍ سره مخامخ دي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG