د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

سیمه‌ییز چارواکي: د کندهار ۸۵ فیصده کرنیزه ځمکه د خاورې اصلاح ته اړتیا لري


په کندهار کې د کرنې پیاوړتیا په موخه د ځمکې د سطحې او خاورې د اصلاح د پیل شوې پروژې څخه یو انځور.
په کندهار کې د کرنې پیاوړتیا په موخه د ځمکې د سطحې او خاورې د اصلاح د پیل شوې پروژې څخه یو انځور.

د کندهار په ډنډ او پنجوایي ولسوالیو کې د کرنې د پياوړتيا لپاره د ځمکې د سطحې او خاورې د اصلاح پروژه پیل شوه.

د دې پروژې موخه د ۱۲۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې هوارول او خاوره یې اصلاح کول دي څو کروندګر وکولی شي په لږ مصرف سره زیات حاصل ترلاسه کړي.

ډنډ او پنجوايي د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې د ګڼو کرنیزي ځمکو حاصلات یې د اوبو د کمښت او دوامداره وچکالۍ له امله کم شوي دي.

د اغایګل په نوم د کندهار د ډنډ ولسوالۍ یو کروندګر وایي، په ځمکو کې د دوی خواري بې نتیجې ده او د ځمکو خړوبولو لپاره کافي اوبو ته لاسرسی نه لري، خو د ځمکې د سطحې او خاورې په اصلاح کولو سره دوی کولی شي ډېرې ځمکې په لږو اوبو سره خړوبې کړي.

په کندهار کې د کرنیزې ځمکو د اصلاح د پروژې له پیل څخه یو انځور. د پروژې کارکوونکی د سروې پر مهال لیدل کېږي.
په کندهار کې د کرنیزې ځمکو د اصلاح د پروژې له پیل څخه یو انځور. د پروژې کارکوونکی د سروې پر مهال لیدل کېږي.

اغایګل زیاتوي: "په دغه ځمکو موږ ډېر ستړي یوو، خواري او زحمت پرې کوو، خو حاصلات مو لږ دي، اوبه پرې لګو، خو حاصل یې لږ دی، که یې خاوره اصلاح شي موږ به دوه فصله حاصل اخلو."

د خدای نظر په نوم د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ یو کروندګر وایي، د دوی په سیمه کې یو شمېر کرنیزې ځمکې مالګینې او تروې دي.

د نوموړي په وینا، د ځمکو دغه ستونزه د دې لامل شوې چې کروندګر د خوارۍ او زحمتونو سره سره لږ حاصل ترلاسه کړي.

د خدای نظر په خبره د ځمکې د سطحې او خاورې اصلاح کول به نه یوازې د کرنیزو محصولاتو حاصلات زیات کړي، بلکې د اوبو مصرف به هم راکم کړي.

خدای نظر زیاتوي: "ځمکې مو تروې او مالګینې دي، اوس هغه د سولري هندارو مصرف نه جوړوي، که حکومت د ځمکو د اصلاح لپاره همکاري وکړي، زموږ حاصلات به زیات شي او کمو اوبو ته به ضرورت ولري."

بلخوا په کندهار کې د طالبانو د حکومت د کرنې او اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د دغه ولایت ۸۵ فیصده زراعتي ځمکې د خاورې اصلاح او د سطحې اوارولو ته اړتیا لري.

د یاد ریاست د طبیعي منابعو امریت سرپرست فضل‌الله وایي، په ډنډ او پنجوايي ولسواليو کې دوی تر ١٢٠٠ جريبو دا ډول ځمکې سروې کړي او غواړي د لس میلیونو افغانیو په لګښت يې د ځمکې سطحه او خاوره اصلاح کړي څو د اوبو د زیات مصرف مخه ونیول شي او هم څو څنده زیات حاصل ورکړي.

فضل‌الله وايي: اوس زموږ د زراعت ریاست له‌خوا ۵۰۰ جریمه ځمکه په پنجوایي او ۷۰۰ جریبه ځمکه په ډنډ ولسوالۍ کې سروې شوې چې خاورې به یې اصلاح او د ځمکې د سطحه به یې هواره شي.

فضل‌الله زیاتوي: "اصلاً کندهار کې ۸۵ فیصده زراعتي ځمکې غیراصلاح دي چې د خاورې اصلاح او هوارولو ته ضرورت لري. اوس زموږ د زراعت ریاست له‌خوا ۵۰۰ جریمه ځمکه په پنجوایي او ۷۰۰ جریبه ځمکه په ډنډ ولسوالۍ کې سروې شوې چې خاورې به یې اصلاح او د ځمکې د سطحه به یې هواره شي."

د طالبانو د حکومت د کرنې ریاست چارواکې وایي، د کندهار تر څنګ، په نورو ولایتونو لکه تخار، بلخ، کاپیسا او هلمند کې هم زرګونه جریبه ځمکه شته چې ورته اصلاحاتو ته اړتیا لري او د دې ډول ځمکې د سطحې او خاورې اصلاح په یادو ولایتونو کې هم کولای شي د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي لپاره ګټوره وي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG