د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

په کندهار ښار کې د څښاک د پاکو اوبو کموالي خلک له ستونزو سره مخ کړي


د اوبو د کمښت له کبله د کندهار ښار اوسېدونکي له لیرې ځایه د خپلې اړتیا وړ اوبه وړي.
د اوبو د کمښت له کبله د کندهار ښار اوسېدونکي له لیرې ځایه د خپلې اړتیا وړ اوبه وړي.

د کندهار ښار د یو شمېر سیمو اوسېدونکي وايي، د څښاک پاکو اوبو کموالي له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې ماشومان د اوبو له هغې ټانکۍ څخه ډبې ډکوي چې په سیمه کې د یوې مرستندویه موسسې له‌خوا جوړه شوې ده.

دغه برمه او ټانکۍ یوازې د یوه کلي د اوسېدونکو لپاره جوړه شوې، خو د څو نږدي کلیو نور اوسېدونکي هم استفاده ورڅخه کوي.

صدیق‌الله تر یو اوږد مزل وروسته یادې ټانکۍ ته ځان رسولی دی.

دی وايي، په سیمه کې د اوبو شبکه تېره شوې، خو د اقتصادي ستونزو له امله په پیسو د اوبو اخیستل یې له توانه لوړه خبره ده.

صدیق‌الله زیاتوي: "زموږ په کلي کې اوبه نه‌شته، زه دلته ورپسې راځم او په ګاډۍ کې یې وړم، دا شبکه هم یو خیریه بنسټ جوړه کړې، نل لرو، خو بیه یې لوړه ده او وس توان مو نه پرې رسېږي."

  • د سیمې د اوسېدونکو غوښتنې

د صالح محمد او فدا محمد په نومونو د کندهار ښار د نهمي ناحیې دوه نور اوسېدونکي وايي، په سیمه کې یې د پاکو اوبو سخته اړتیا ده او خلک نه‌شي کولای په پیسو اوبه واخلي، نو ځکه د طالبانو حکومت باید ورته په وړیا ډول د پاکو اوبو زمینه برابره کړي.

ارشیف: په کندهار ښار کې یوه نجلۍ د اوبو له یوه نل څخه خپل لوښي ډکوي.
ارشیف: په کندهار ښار کې یوه نجلۍ د اوبو له یوه نل څخه خپل لوښي ډکوي.

صالح محمد وايي: "برمه یوه ده خلک ورباندې ډېر دي، موږ غواړو چې یو دانه او دوې نورې برمې هم ووهل شي، که حکومت دا کار کولای شې یا یې موسسه کولای شي، خو زموږ اشد ضرورت دی."

فدا محمد وویل: "د ډېرې لیرې فاصلې څخه خلک نه یوازې د دې مسجد څخه بلکې د شاوخوا سیمو څخه هم خلک راځي، دا برمه د سهار د لمانځه څخه چالانه کېږي بیا تر نهو بجو پورې، بیا له ماسپښین څخه تر ماښامه پورې برمه چالانه کېږي."

  • د اوبو رسولو ریاست دریځ

د څښاک د پاکو اوبو ستونزه یوازې د کندهار ښار تر ۹ ناحیې محدوده نه ده بلکي د دې ولایت په ډېری سیمو کې دا مهال خلک د پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ دي.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت د اوبو رسولو ریاست مسوولان هم مني چې د دې ولایت یوازي ۱۵ سلنه اوسېدونکې د ښاري شبکو اوبو ته لاسرسی لري.

د اوبو رسولو ریاست تخنیکي امر نیاز محمد مسلم وایي، دوی په دې برخه کې ډېرې پروژې تر لاس لاندې لري او هڅه کوي ټول ښار ته اوبه ورسوي.

مسلم وايي: موږ خپلي هڅي چټکي کړي د مختلفو ډونرانو او موسساتو سره په تماس کې یو تر څو دا حیاتي مسئلې ته رسېدګي وکړو او لا مو هم ډېرې پروژې تر لاس لاندې دي.

انجینر نیاز محمد مسلم وايي: "تاسې ته معلومه ده چې وچکالۍ په مجموع کې خپل اغېز کړی، خو موږ خپلي هڅي چټکي کړي د مختلفو ډونرانو او موسساتو سره په تماس کې یو تر څو دا حیاتي مسئلې ته رسېدګي وکړو او لا مو هم ډېرې پروژې تر لاس لاندې دي."

د اوبو رسولو ریاست دغه چارواکې د اوبو د نرخونو په اړه څه ونه ویل ، خو زیاته یې کړه چې په تېرو درېیو کلونو کې یې ۶زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه رسولي او لا هم یو شمېر نیمګړې پروژې تر لاس لاندې لري څو نورو کورنیو ته هم اوبه ورسوي.

په کندهار کې د څښاک د پاکو اوبو ستونزې نه یوازې د خلکو ورځني ژوند ستونزمن کړي، بلکې د روغتیا په برخه کې یې هم جدي ننګونې رامنځته کړي دي.

خلک وايي چې د ناپاکو اوبو استعمال له امله د مختلفو ناروغیو سره مخ دي.

یو شمېر کورنۍ دا هم وایي چې دوی اړ دي خپل ماشومان د ښوونځي پر ځای د اوبو د راوړلو لپاره واستوي چې دا وضعیت د دوی تعلیمي پرمختګ ته هم زیان رسوي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG