د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

د کندهار اوسېدونکي د ښار په مرکزي سیمو کې د ونو او شنو ساحو د زیاتوالي غوښتنه کوي


د کندهار ښار یوه څنډه
د کندهار ښار یوه څنډه

د کندهار اوسېدونکي د دغه ولایت د ښار په مرکزي سیمو کې د ونو او شنو ساحو د زیاتوالي غوښتنه کوي.

خلک وایي ، په ښاري سیمو کې د ونو او شنو ساحو زیاتول د چاپېریال ساتنې، د هوا د ککړتیا د کمولو او د ښاریانو د ژوند د اسانتیا لپاره ډېر مهم دی.

د کندهار ښار مرکز شهیدانو څلورلاری چې څلورو خواوو ته غځېدلي لارې او پیاده رونه یې شنې سیمې او وني نه لري چې د تېرېدونکو موټرو له امله ډېری وخت دوړې رامنځته کېږي.

کندهار ښاريان وايي، په ښار کې د ونو او شنو ځايونو نشتوالی د هوا او چاپېريال د ککړتيا مهم لاملونه دي او ښاروالۍ بايد د ښار د زرغونتيا لپاره لویې پروژې عملي کړي.

د اخترمحمد او سمیع‌الله په نومونو د کندهار دوه اوسېدونکي وایي، شنې سیمې د هوا د ککړتیا په کمولو او د چاپېریال په ښه کولو کې مرسته کوي چې دا د ښاریانو د روغتیا د ښه‌والي لپاره اړین دي.

د کندهار د مرکزي برخې یوه څنډه چې پیاده‌رو یې شنه بوټي نه لري.
د کندهار د مرکزي برخې یوه څنډه چې پیاده‌رو یې شنه بوټي نه لري.

اخترمحمد وویل: "غوښتنه مو دا ده چې ونې کېنول شي، منطقه شنه شي، بیاده رونه سم شي نو دوړې به ختمې شي او هوا به نه ککړه کېږي."

سمیع‌الله وویل: "د دولت څخه مو غوښتنه دا ده چې په ښار کې ونې کېنوي، زرغونتیا ته وده ورکړي، ځکه زرغونتیا د صحت لپاره ضروري ده."

په ښاري سیمو کې ونې او شنې ساحې نه یوازې د هوا د کیفیت په ښه کولو، د تودوخې د کنټرول او د خاورې د ساتنې لپاره مهم دي، بلکې د تفرېح، ورزش او ټولنیزو فعالیتونو لپاره هم غوره ځایونه بلل کېږي.

ونې کاربن ډای اکسایډ جذبوي او اکسیجن تولیدوي چې د هوا د کاربن کچه راټیټوي.

د کندهار دوه نور اوسېدونکي احمدشاه او احمدالله وایي، د هوا ککړتیا د خلکو روغتیا ته لوی خطر دی چې له امله یې ماشومان او زاړه خلک د تنفسي ناروغیو سره مخامخ دي.

د دوی په وینا، په کندهار ښار کې د شنو سیمو لوی کمښت دی، که چېرې زیاتې ونې وکرل شي او خلکو ته د هغو د ساتنې او د چاپېریالي قوانینو په اړه پوهاوی ورکړل شي نو د هوا ککړتیا به کمه شي او خلک به له تنفسي ناروغیو وژغورل شي.

احمدشاه وايي: "اکثره مریضي له دوړو او خاورو پېښېږي، ونې او شنه ساحه د هوا په صفایي کې ډېر رول لري. غوښتنه مو دا ده چې په ښار کې د سړکونو په غاړه ونې کېنول شي."

احمدالله زیاتوي: "د هوا د ککړتیا مخنوی باید وشي، ښاروالې باید بېلابېلې ونې کېنوي، دا صحت ته ډېره ګټه لري، اوس موږ وینو چې په ښار کې دوړې دي، د موټرانو دود دی."

د کندهار ښار یوه بله څنډه چې په کمه اندازه بوټي په‌کې کرل شوي دي.
د کندهار ښار یوه بله څنډه چې په کمه اندازه بوټي په‌کې کرل شوي دي.

د طالبانو حکومت د کندهار ښاروالۍ ویاند سیف‌الله عاصم، د خلکو دغو غوښتنو ته په ځواب کې وايي چې تېر کال دوی په کندهار ښار کې شاوخوا ۱۴ زره نیالګي کېنولي دي.

نوموړي د ښاري سیمو د زرغونتیا لپاره د خلکو مشارکت مهم بولي.

هغه زیاتوي: "کندهار ښاروالۍ د ښاري سمسورتیا لپاره د پخوانیو کېنول شویو نیالګیو د ساتني لپاره هڅي کړي او په تېر کال کې یې د ښار په مختلفو سیمو کې ۱۴زره نوي نیالګي کېنولي، د خلکو څخه مو غوښتنه دا ده چې د دې نیالګیو د ساتني لپاره همکاري وکړئ."

د یادونې ده چې د تېر جمهوري نظام په وروستیو کې د کندهار ښاروالۍ د ښار د سمسورتیا او هوا د ککړتیا د مخنوي لپاره پر کندهار ښار د یوه شنه کمربند د جوړلو هڅې وکړې، خو د ښار په شاوخوا سیمو کې د ځمکو د غصب او یو شمېر خلکو د نه همکارۍ له امله دغه هڅې ناکامه شوې.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG