د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي او موټرچلوونکي د تېلو د کیفیت له خرابوالي شکایت کوي


د کندهار د یوه پټرول پمپ کارکوونکی د یوه موټرسایکل ته د تېلو اچولو پر مهال لیدل کېږي.
د کندهار د یوه پټرول پمپ کارکوونکی د یوه موټرسایکل ته د تېلو اچولو پر مهال لیدل کېږي.

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي، په ځانګړي ډول موټر چلوونکي له اوږدې مودې راهیسې له بې‌کیفیته او خرابو تېلو شکایت کوي.

دوی وایي، د خرابو تېلو له امله یې وسایطو ته جدي تخنیکي زیانونه اوښتي او هره ورځ یې موټرونه خرابېږي.

شمس چې د کندهار یو اوسېدونکی دی، وایي چې خراب تېل نه یوازې د موټرو او موټرسایکلونو ماشینونو ته زیان رسوي، بلکې د زیاتو پُرزو د بدلولو لامل ګرځي چې له اقتصادي پلوه هم د وسایطو چلوونکو پر اوږو لوی بار دی.

نوموړی وايي: "موږ ته موټرونه او موټرسایکلونه پر عمومي لارو او جادو ودرېږي، کله چې یې مستریانو ته وړو، هغوی وایي چې دا د ۵ څخه تر ۱۰ زره افغانیو مصرف لري، د خرابو تېلو له امله یې ماشین خراب شوی. زموږ غوښتنه د حکومتي مسوولینو څخه دا ده چې د تېلو کیفیت ته پاملرنه وکړي."

د کندهار اوسېدونکي وايي، بې کیفیته تېلو د دوی وسایطو ته زیانونه اړولي دي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، بې کیفیته تېلو د دوی وسایطو ته زیانونه اړولي دي.

نوراحمد د کندهار یو موټر چلوونکی د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د خرابو تېلو د واردولو او پلورلو پر وړاندې اقدامات وشي او اړوندې ادارې باید جدي څارنه وکړي.

دی د طالبانو د حکومت له نورم او سټنډرډ ادارې غواړي چې د تېلو کیفیت په سمه توګه وڅېړي او د هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې ټیټ کیفیت لرونکي تېل واردوي او په بازار کې یې پلوري.

هغه وايي: "مستریان وایي چې اکثره وخت وسایط د خرابو تېلو له امله خرابېږي. موږ د حکومت څخه غواړو چې په‌دې اړه اقدام وکړي او پلټنه وکړي چې دا تېل له کوم ځایه او څنګه راځي."

جانان چې د کندهار په کابل دروازه کې مستريخانه لري، وایي چې هره ورځ یې ورکشاپ ته ګڼ شمېر موټر چلوونکي د خپلو وسایطو د ترمیم لپاره راځي چې د ټولو ستونزه خراب تېل دي.

د جانان په وینا، د خرابو تېلو له امله د موټر انجن تخنیکي ستونزې پیدا کوي او ژر خرابېږي چې موټر چلوونکي مجبوره دي دا پُرزې ژر ژر بدلې کړي.

جانان ازادي راډيو ته وويل: "موږ ته په هفته کې دوه یا درې موټر راځي چې د خرابو تېلو له کبله خراب شوي وي، یایي پارسیګونه خراب شوي وي، یا یې ماشین خراب شوی وي او دا ټول د خرابو تېلو له امله دي."

د بې‌کیفیته تېلو بل لوی زیان د دود يا لوګي زیاتوالی دی.

خراب تېل د وسایطو احتراق سیستم په سمه توګه کار کولو ته نه پرېږدي چې له امله یې وسایط زیات دود تولیدوي.

دا دود د کندهار په ښار او اطرافو کې د هوا د ککړتیا لامل ګرځېدلی دی.

په کندهار ښار کې د تېلو یو پمپ
په کندهار ښار کې د تېلو یو پمپ

متخصص ډاکتر عصمت‌الله حماس وایي، د لوګي زیاتوالی د هوا کیفیت خرابوي او خلک په تنفسي او د سږو په ناروغیو اخته کوي.

حماس وايي: "هغه درې غازات چې د هوا د چټلتیا لامل کېږي او د موټرو د دود او لوګي له امله رامنځته کېږي، د ډېرو ناروغیو، په ځانګړي ډول د تنفسي ناروغیو او حتی د زړه ناروغیو لامل ګرځي."

د ازادي راډیو وغوښتل څو په‌دې اړه د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د نورم او سټنډرډ ادارې نظر واخلي، خو هغوی د دې راپور تر خپرېدو پورې خبرو ته حاضر نه‌شول.

دا په‌داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو تر دې وړاندي ویلي وو، هره ورځ ۱۲ میلیونه لیتره تېل له دغه هېواده ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.

ترکیه، پاکستان او افغانستان په ترتیب هغه هېوادونه یاد شوي وو چې ایراني تېل ورته قاچاق کېږي.

د طالبانو حکومت افغانستان ته د ایراني تېلو د قاچاق په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې لسګونه ټانکره تېل، چې بې‌کیفیته بلل شوي، بېرته ایران ته مسترد کړي دي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG