د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

طالبانو له روسیې څخه د یو میلیون مټریک ټنه تېلو واردولو په اړه خبرې پیل کړي


د روسیې د تېلو یو انځور
د روسیې د تېلو یو انځور

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، له روسیې سره یې افغانستان ته د یو میلیون مټریک ټنه تېلو د واردولو په اړه خبرې روانې کړي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي تاییدوي چې د دغه وزارت د سرپرست نور الدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی چې روسیې ته «د جنوبي اسیا په جګړه ځپلو هېوادونو کې د پانګونې د هڅولو په موخه ناستې» کې د ګډون په موخه تللی، روسیي چارواکو سره یې افغانستان د یو میلیون میټریک ټنو تېلو پر واردولو خبرې پیل کړي.

د دغه وزارت د رسنیو برخې مسوول احمد جاوېد دبیر د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "د افغانستان د خلکو د اړتیا وړ نفتي توکو مجموعه له څلورو میلیونو ټنو څخه زیاته ده. اسلامي امارت غواړي ډاډمنو او پراخو نړیوالو بازارونو ته لاسرسی ولري، نو د همدې لپاره یې د صنعت او سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ یو پلاوي مسکو ته سفر کړی، هلته یې د روسیې بېلابېلو ادارو چارواکو سره خبري کړي په ځانګړې توګه له یو میلیون زیاتو نفتي موادو د پېرولو په اړه همدارنګه د خوراکي توکو د پېرلو موضوع هم تر بحث لاندې ده."

امریکا غږ تلوېزیون د ځینو روسي رسنیو د راپورونو په حواله خبر ورکړی چې دا یو میلیون مټریک ټنه نفتي توکي ممکن د ممیزو، د درملو د خامو موادو او منرالونو په بدل کې له روسیې وپېرل شي، خو ښاغلي دبیر بیا په دې اړه ازادي راډیو ته څه ونه ویل.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره میاشت له ګاونډي هېواد ایران سره د ۳۵۰ زره مټریک ټنه تېلو د پېرلو تړون لاسلیک کړ.

خو د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ سرپرست وزیر روسي رسنیو ته ویلي چې دوی غواړي چې دا تړون ژر تر ژره پای ته ورسوي.

یو شمېر کابل ښاریان او د تېلو کاراو باریان د دغه خبرو هرکلی کوي او وایي چې دا چاره به په دې حاکم اقتصادي کړکېچ کې خلکو سره مرسته وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکي نذیر ذاهد ازادي راډیو ته وویل: "خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. بلخوا ژمی هم د نږدې په حال کې دی، که نفتي توکي لوړ وي خلک به لا له کړکېچ سره مخ کړي ښه لاره همدا ده چې بدیلې لارې موجودې وي دا قرادادونه چې طالبان یې له روسیې سره کوي ښه ګام دی."

ارشیف: په کابل کې د تېلو یو ټانک
ارشیف: په کابل کې د تېلو یو ټانک

د تېلو یو ټانک مشر نجیب الله وایي، څه موده مخکې د تېلو بیې یو لیتر ان تر ۱۲۷ افغانیو ته لوړې شوې وې، خو په خبره یې له هغه وخته چې له ایران سره د نفتي توکو د واردولو تړون وشو اوس یو لیتر ډېزل په ۹۷ افغانیو ته راښکته شوي.

د هغه په خبره، اوسمهال یو لیتر پټرول ۸۵ افغانۍ دي خو مخکې ۱۰۵ افغانۍ وه.

نوموړی د تېلو د بیو د لوړېدو دلایل داسې بیانوي: "دلته چې دا بیې ډېر لوړې شوې، پرته له قرادودو تېل هم کمه وه، سوداګرو تېل نه راوړل. یو څه ملاحظات امارت درلودل، د بې کیفیته ټانکرې درولي او مسترد کړي دي."

د تېلو دغه کاراوباریان وایي، اوسمهال د تېر په پرته د تېلو تقاضا ځکه کمه شوې چې نړیوال ځواکونه نه شته د هغوی د تجهیزاتو لپاره ډېر کارول کېدل، بلخوا په خبره یې اوسمهال د خلکو اقتصادي حالت ښه نه دی نو اکثره خلک موټر نه لري او په کورونو کې هم له برښنا کار اخلي.

وروسته له هغه چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره نړیوالو له افغانستان سره سوداګري راکړه ورکړه محدوده کړه د ټولو نورو برخو تر څنګ یې د نفتي موادو پر بیو هم زیات اغېز کړی و.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې ۲۵ میلیونه خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG