د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

خلک: ارزګان کې ۹۰ سلنه بې کیفیته تېل او ګاز پلورل کېږي


ارزګان کې پټرول پمپ
ارزګان کې پټرول پمپ

د ارزګان اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې اوسمهال شاوخوا ۹۰ سلنه بې کیفیته تېل او مایع ګاز پلورل کېږي.

دوي وايي، دغې چارې خلکو ته د رو غتیايي ستونزو ترڅنګ په زیاته اندازه مالي زیانونه هم اړولي دي.

د ترینکوټ ښار اوسېدونکی صفي الله افغان چې د کندهار ارزګان پر لویه لاره موټر چلوي ازادي راډيو ته وویل، چې په دې ولایت کې د خرابو تېلو له امله موټر دوه ځله ماشین ورته جام کړی او په لکونه افغانۍ زیان یې ورته اړولی دی.

دی وايي، چې اوس يې بیخي موټر پر کور درولي او دومره توان نه لري چې موټر د بیا ځلي لپاره ترمیم کړي.

دي وايي: "زه نه پوهېږم، چې زموږ څه ډول بې انصاف سوادګر دي، داسې تېل راوړي، چې نيمايي اوبه اویا هم رنګ دي، دا هم درته وايي، چې تېل سم دي، خو کله چې څو ورځې موټر په کې وچلوې نور د موټر ماشین خرابېږي او نوی موټر دې حرکت نه کوي. ما نوی موټر رانیولی د خوارۍ لپاره، دوه ځلي د خرابو تېلو له امله مې جوړ کړی، په لکونو افغانۍ مصرف پرې وشو اوس بیا خراب دی هم مې موټر له منځه لاړه او هم نور زیان راته ورسېده."

بل لورته روغتیایي کارکوونکي هم وایي، چې د بې کیفیته تېلو او ګازو استعمال د ډول ډول ناروغیو سبب ګرځي.

د ارزګان ولایت اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې نه یوازې دا چې د تېلو کیفیت خراب دی بلکې قیمت يې د پخوا په پرتله څو چند لوړ شوی دی.
د ارزګان ولایت اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې نه یوازې دا چې د تېلو کیفیت خراب دی بلکې قیمت يې د پخوا په پرتله څو چند لوړ شوی دی.

افغانستان خپل د ضرورت وړ تېل او ګاز تر ډېره د منځنۍ آسیا له هېوادونو او ایرانه راواردوي.

د ارزګان ولایت اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې نه یوازې دا چې د تېلو کیفیت خراب دی بلکې قیمت يې د پخوا په پرتله څو چند لوړ شوی دی.

د ترینکوټ ښار اوسېدونکي ذیبح الله ازادي راډيو ته وویل، کله چې ډالر یوه روپۍ لوړه شي نو دوی د توکو قیمتونه لوړوي.

هغه وايي: "د تېلو قیمت د پخوا په پرتله دوه چنده لوړ شوی دی، بل کیفیت هم ډېر خراب دی او موټر سایکل ته یې چې واچوې زیان ورته رسوي. دا زموږ ستاسو د مشرانو د لاسه داسې دي، په لوی سر کې قیمت ټیټ دی، زموږ تجاران چې کله ډالر یوه روپۍ لوړ شي دوی د توکو قیمتونه دوه چند لوړوي خو چې ډالر کښت شي بیا نو یوازې فیصد ښکته کړي."

د ارزګان ولایت مقام مسئولین وايي، دوی په دغه ولایت کې د ښاري نظم په نوم د ۱۳ بېلابېلو ارګانونو څخه یو ګډ کمېسیون جوړ کړی دی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ریيس او د والي ویاند محمد آصف ازادي راډيو ته وویل، چې دغه کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې په ښار کې د خوارکي او غیرې خوارکي توکو بیې کنترول کړي او د کیفیت څخه يې څارنه وکړي.

نوموړی وايي، یاد کمېسیون ډېر ژر د خلکو ستونزو ته به رسیدګي وکړي او د نفتو او د بې کیفیته توکو په اړه څېړنه وکړي.

اوسمهال ترینکوټ کې د یو لیتر پټرول ۶۸ او یو کیلو مایع ګاز بیه ۹۰ افغانۍ ده.

XS
SM
MD
LG