د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

له افغانانو سره د یوې کاناډایۍ مېرمنې د خواخوږۍ کیسه


یوې کاناډایۍ مېرمنې په کندهار کې د یوه افغان تنکي ځوان په لاس د خپل یوه پوځي ملګري له ټپي کېدو وروسته د غچ اخیستلو پرځای له افغانانو سره د مرستې پرېکړه کړې.

دا مېرمن له افغانستانه د بېلابېلو ګلانو شیره په داسې بیه اخلي چې؛ کروندګر نورنو د کوکنارو کرلو ته زړه نه ښه کوي. خو دا مېرمن د افغانستان د ګلانو په شیره څه کوي؟

45 کلنې کاناډایۍ مېرمنې بارب ستیګمن Barb Stegemann چې په لندن کې په خپل دوکان کې د افغانستان د اصیلو ګلابو په نوم عطر او نور بېلابېل عطرونه پلوري یوه مرستندویه ټولنه جوړه کړې چې نوم یې دی "عطر د سولې لپاره".

د دې ټولنې د جوړولو فکر وروسته له هغه دې ته پیدا شو چې د دې یو نژدې پوځي ملګری په کندهار کې د یو تنکي افغان ځوان له خوا پرسر په تبر ووهل شو.

کاناډایی پوځي تورن تریوُر ګرین Trevor Greene د څښلو د اوبو او روغتیا په برخو کې د مرستې لپاره د کندهار یو کلي ته تللی و او دې افغان زلمکي هغه مهال په تبر پر سر وواهه چې ده خلکو ته د درناوي په دود خپله اوسپنیزه عسکري خولې له سره لېرې کړه.

دې پېښې د کاناډا خلک ډېر په غوسه کړي وو خو ستېګمن او ګرین د غچ پرځای په دې نظر شول چې افغانان د کوکنارو او تشدد پرځای کار او مرستې ته اړتیا لري.

ستېګمن چې د دوو ماشومانو مور ده د ټول ژوند د سپما په پیسو د عطرو یوه فابریکه جوړه کړه چې پکې د افغانستان له موادو کار اخلي.

دې له تریوُر سره ژمنه وکړه چې ماموریت ته به یې دوام ورکوي خو دا وايي، زه کوم زړور عسکر، یا کوم سیاسي مشر نه وم، نو ځکه مې فکر وکړ چې ښځې په دوو کارونو کې ډېرې تکړه دي، یو د رایو په ورکولو او بل له بازاره د شیانو په اخیستلو کې نو ولې له دې څخه د جګړې او بېوزلۍ په له مینځه وړولو کې کار وانخلم.

بارب ستیګمن وايي د عطرو جوړولو مفکوره لومړی ځل هغه مهال ورته پیدا شوه چې دې د عبدالله ارسلا په نوم په جلال آباد کې له یوه افغان څخه دا خبره واورېده چې غواړي د کوکنارو پرځای د تېلو دانې وکري او اوس د نورو هغو کروندګرو استازيتوب کوي چې د ده په څېر کوکنار نه کري. ستېګمن د عامه اړیکو د یوې کمپنۍ د جوړولو لپاره په هڅو کې بریالۍ شوه.

یوې کاناډایۍ مرستندویې ټولنې د دې هېواد د پارلمان له یوه غړي، روري سټیوارټ Rory Stewart سره چې په کابل کې یوه خیریه ټولنه لري د دې د تماس امکان برابر کړ.

نوموړې ټولنه د بزنسونو له دوامداره کېدو سره مرسته کوي. سټیوارټ هغه څېړنه بشپړه کړې چې ښيي که د ګلاب ګل د یو لیتر شیرې په بدل کې لس زره او د نارنج ګل د یو لیتر شیرې په بدل کې اته زره امریکايي ډالر ورکړل شي، نو افغان کروندګر به د کوکنارو له کرلو لاس واخلي.

مېرمن ستېګمن د ارسلا د نارنج ګل د شیرې ټوله زېرمه وپېرودله او دوه ډوله عطر یې ترې جوړ کړل چې نومونه یې دي د افغانستان د نارنج ګل عطر او د افغانستان د اصیل ګلاب عطر.

هغه عطر چې په ترکیب کې یې کیمیاوي مواد نه وي ګډ د کاناډا په تورانتو ښار کې جوړېږي او د کاناډا او امریکا په لویو مغازو کې پلورل کېږي خو دا دی اوس اوس د جرمني او فرانسې په ګډون د اروپا بازارونو ته هم د خرڅلاو لپاره وړاندې شوي دي.

ارسلا اوس له نژدې دوه نیم زره بزګرو څخه د نارنج او ګلاب تېل یا شیره پېري خو مېرمن ستېګمن د افغانستان له سرحدونو منځني ختیځ ته واوښته او غواړي دوه زاړه دښمنان، اسراییل او ایران سره یوځای کړي داسې چې د اسراییلو د انګورو شیره د ایران د لیمو او ریحان ګل له شیرې سره ګډوي او د منځني ختیځ د سولې په نوم عطر ترې جوړوي.
XS
SM
MD
LG