د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

افغانستان ته د بې کیفیته قاچاقي تېلو واردولو په اړه اندېښنې


د افغانستان د نفتي موادو او اوبلن ګاز تصدۍ وايي، اوس هم هېواد ته د قاچاقي لارو څخه داسې تېل واردیږي چې چاپیریال ته زیان رسوي، د ناروغیو سبب کېږي او سوداګریز نظام زیانمنوي.

دوی وايي، په دې قاچاق کې په دولت کې دننه ځینې کړۍ او همدارنګه نورې مافیايي ډلې لاس لري.

د افغانستان د نفتي موادو او اوبلن ګاز د تصدۍ مسوولین وايي، حکومت ته اوس هم ګرانه ده چې هېواد ته د تېلواو ګازو د غیر قانوني واردېدو مخه ونیسي.

دوی وايي، هېواد ته د تېلو په غیر قانوني واردولو کې په حکومت دننه ځینې کړۍ هم شاملې دي.

د دې تصدۍ رئیس ولید تمیم دا خبره د سې شنبې په ورځ په کابل کې د واردیدونکو تېلو او ګازو د کیفیت د ارزونې په یوې ناسته کې وکړه.

ښاغلي تمیم وویل، غیر قانوني وارد شوي تېل او ګاز، پر چاپیریال، د خلکو په روغتیا او وسایلو ناوړه اغېز کوي او قانوني سوداګرۍ ته زیان رسوي.

تمیم:غیر قانوني وارد شوي تېل او ګاز، پر چاپیریال، د خلکو په روغتیا او وسایلو ناوړه اغېز کوي
تمیم:غیر قانوني وارد شوي تېل او ګاز، پر چاپیریال، د خلکو په روغتیا او وسایلو ناوړه اغېز کوي

هغه زیاته کړه:

"قاچاق، قاچاقبران کوي، هغوی مخفي خلک دي، په حکومت کې دننه له ځینو کړیو سره هم لاس لري او په ضمن کې د منطقې له مخالفینو او سیمه ییزو قوماندانانو سره هم اړیکي لري، دوی په زور کارنه کوي بلکې په غلا يې کوي، د هغوی نیول د حکومت لپاره هم سخت دي، بیاهم لارې چارې شته دی."

د نفتو ګازو د تصدۍ رئیس داهم وویل، هېواد ته هرکال شاخوا درې تریلیونه لیټره تېل واردیږي چې یوه برخه یې د بهرنیو ځواکونو، بله یې د حکومت قانوني واردات او دریمه برخه یې قاچاق دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، هڅې تېزې شوي هغه سرحدی سیمې چې تېل او داسې نور مواد ځنې په قاچاقي توګه هېواد ته داخلیږی، نورې هم وڅاري او کنټرول یې کړي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

دانش: هڅه کوو هېواد ته د قاچاقي تېلو واردولو مخه ونیسو
دانش: هڅه کوو هېواد ته د قاچاقي تېلو واردولو مخه ونیسو

"هغه سیمې چې زموږ ترکنټرول لاندې دي هڅه کوو چې ویې څارو او د قاچاق مخه په کې ونیسو، خو ځینې سرحدي سیمې چې صعب العبوره او ستونزې په کې دي هلته کله کله دا سې پېښې کیږي خو په مجموع کې په سرحداتو کې دقاچاق د مخنیوي لپاره جدي اراده موجوده ده او سربيره پردې تراوسه څو ځلې په سرحدونو کې دداسې حرکتونو مخه نیول شوې ده."

د چاپیریال ساتنې اداره وايي، د بې کیفیته تېلو او داسې نورو موادو د کارونې له امله چاپیریال ککړ او د ډول ډول ناروغیو سبب کېږي.

د چارو پوه سردار خان وايي حکومت ته په کار ده چې داسې طرحې تصویب کړې چې د بهرنیو ځواکونو د تېلو کیفیت هم ارزیابي کړای شي.

د نفتو او ګازو د تصدۍ مسوولین وايي په دې اړه یې د یوې پالیسۍ په جوړېدو لاس پورې کړی او په لږه موده کې به یې د وزیرانو شورا ته به وړاندې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG