د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

طالبانو هم مهاله د جګړې څو جبهې پرانیستي دي


نړېوالو رسنیو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالب وسله والو د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په هلمند او اروزګان ولایتونو کې د طالبانو د حملو او د هغوی پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د مقاومت په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې ویل شوي، په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه د هېواد په شمال کې د طالبانو حملې ځپي؛ طالبانو هم مهال د جګړې څو جبهې پرانیستي دي.

د نیویارک ټایمز پر اساس طالبانو په هلمند کې د ولایت د مرکز تر پنځه کیلومترۍ پورې پرمختګ وکړ او تقریباً ورته وضعیت یې په اروزګان کې رامنځته کړ؛ خو افغان امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې طالبان په شا وتمبوي.

لا هم طالبان په یو شمېر ولسوالیو کې چې په وروستیو کې یې نیولي یا یې پرمختګ په کې کړی؛ مقاومت ته دوام ورکوي.

د نیویارک ټایمز له لیکنې سره سم، په داسې ولسوالیو کې یوه هم د هلمند نادعلي ولسوالي ده چې د ولایت مرکز لشکرګاه ته نژدې ده او امنیتي ځواکونه له یوې اوونۍ جګړې سره - سره نه دي توانېدلي چې طالبان ورڅخه وباسي.

د ورځپاڼې په نظر د هلمند کنټرول تر دې ډېر چې ستراتیژیک وي؛ زیات اقتصادي اهمیت لري. د ملګروملتو له احصاییو سره سم د افغانستان د ټولو تریاکو تقریباً نیمايي په هلمند کې تولیدېږي.

نیویارک ټایمز ته د پولیسو یوه قومندان ویلي چې د نادعلي ولسوالۍ د تېرو څو ورځو په جګړو کې له ۵۰ تر ۶۰ پولیس وژل شوي.

ورځپاڼې ته ځینو نورو افغان امنیتي سرتېرو ویلي چې ښه وسله، مهمات او تېل نه لري.

په ارزوګان کې یوه پوځي ویلي چې اوس تر دوی د طالبانو وسلې مدرنې دي.

ځینو نورو ویلي چې له هوايي او لوژیستیکي ملاتړه بې برخې دي.

نیویارک ټایمز په اروزګان، کندهار او هلمند کې له بېلابېلو پولیسو او د اردو له سرتېرو سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې هغوی نه غوښتل چې نومونه یې څرګند شي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ بیا لیکلي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له کله نه چې د هېواد مشري په غاړه اخیستې هوسا ژوند نه دی لیدلی.

ورځپاڼه کاږي، د ولسمشر غني حکومت د طالبانو د فعالیت له زیاتېدو د اسلامي دولت د وسله والې ډلې له ډېرېدونکي حضور سره مخامخ دی.

ورځپاڼې د افغانستان د اقتصادي ستونزو او د افغانانو د مایوسۍ یادونه هم کړې ده.

XS
SM
MD
LG