د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

د افغانستان د کرکټ ښځينه لوبغاړي: ای‌سي‌سي مو تر اوسه د ليک ځواب نه‌دی راکړی


د افغانستان د کرکټ ښځينه لوبډله
د افغانستان د کرکټ ښځينه لوبډله

د افغانستان د نجونو د کرکټ ملي لوبډلې پخوانۍ لوبغاړې وایي، تر اوسه یې د کرکټ نړیوالې شورا "ای‌سي‌سي" ته د استولي لیک ځواب نه‌دی تر لاسه کړي.

د افغانستان د نجونو د کرکټ ملي لوبډلې پخوانۍ لوبغاړې د هغه لیک د ځواب ته په تمه دي چې د سږکال د مې میاشت په وروستیو کې یې د کرکټ نړیوالې شورا "ای‌سي‌سي" ته استولی و.

دوی د دې لیک په ترڅ کې د کرکټ نړیوالې شورا نه غوښتي و، چې په جلا وطنۍ کې ورته یوه لوبډله جوړ کړي، ترڅو په ټکو یې وکړای شي د هغو نجونو استازیتوب وکړي چې د کرکټ مینه‌والې دي، خو په افغانستان کې د طالبانو د حکوت له‌خوا ورته د ورزش اوکرکټ کولو اجازه نه ورکول کېږي.

"موږ تر اوسه د ای‌سي‌سي له لوري کوم ځانګړی ځواب نه‌دی تر لاسه کړی

د دې لوبډلې د ځینو غړو په خبره، دا مهال د افغانستان د نجونو د کرکټ ۱۴ پخوانۍ لوبغاړې په اسټرالیا کې مېشتې دي.

له‌‌دې ډلې صوفیه یوسفزۍ ازاذي راډیو ته وویل: "موږ تر اوسه د ای‌سي‌سي له لوري کوم ځانګړی ځواب نه‌دی تر لاسه کړی، خو د ای‌سي‌سي له لوري د استرالیا پر دولت، د استرالیا پر کرکټ بورډ مستقیم فشار راغلی، څو موږ ته ووایي چې موږ څه پلان لرو او دوی یې موږ ته برابر کړي، مثلا که موږ ځمکه ترې وغواړو چې په‌کې لوبې وکړو، خپلو کې یو لیګ جوړ کړو، دا هغه پلانونه دي چې کار پرې روان دی خو سل سلنه یې تر اوسه نه‌دي منلي."

افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا یوازینی دایمي غړی هېواد دی چې د کرکټ ښځینه لوبډله نه‌لري.
افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا یوازینی دایمي غړی هېواد دی چې د کرکټ ښځینه لوبډله نه‌لري.

اغلې یوسفزۍ ادعا کوي چې د افغانستان کرکټ بورډ یې هيڅ ډول ملاتړ نه‌کوي او په خبره یې دوی ترې کومه هیله هم نه‌لري او پر ځای یې د اسټرالیا د کرکټ بورډ احتمالي همکاریو ته هیله‌منې دي.

په‌دې اړه مو د افغانستان د کرکټ ویاند سید نسیم سادات وپوښت، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبدلې لوبغاړې صوفیې یوسفزۍ ټینګار وکړ چې دوی په اسټرالیا کې د یوې لوبډلې د جوړولو پلان لري چې وکړای شي نور هلته مېشت افغان کډوال هم په‌کې وروزي.

له دې سره کرکټ پوه نورعلم فرید وایي، حکومتونه باید وزرش له سیاسته لرې وساتي او په افغانستان د کرکټ او نورو ورزشونو لپاره نجونو ته اجازه ورکړي.

هغه وايي: "په ځانګړې توګه دولت او هر څوک چې یې په مشرۍ کې دي، یو فوق‌العاده پرېکړه دې وکړي ورزش دې له سیاسته لرې کړي، یوازې کرکټ نه هر ورزش چې وي د انسان د روغتیا لپاره باید له ښځو سره په‌دې برخه کې همکاري وشي."

دا په‌داسې حال کې ده چې په تېرو دوو ورځو کې د اسیا جام د کرکټ په سیالیو د افغان نجونو د کرکټ لوبډلې ځای تش دی.

دا جام د جمعې په ورځ د جولای په ۱۹مه د اتو لوبډلو په ګډون پیل شو.

افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا یوازینی دایمي غړی هېواد دی چې د کرکټ ښځینه لوبډله نه‌لري.

د کرکټ نړیواله شورا "ای‌سي‌سي" تل ټینګار کوي چې د دې شورا ټول په ځانګړې توګه دایمي غړي هېوادونه باید د کرکټ ښځینه لوبډلې هم ولري او په خپل هېواد کې دې د کرکټ لوبې د ودې لپاره هڅې وکړي.

دې شورا وړاندې ویلي و، چې په قطر کې یې له طالب چارواکو سره کتلي و او طالبانو ورسره د کرکټ د ښځینه لوبډلې د ملاتړ ژمنه کړې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین مخکې ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي و، چې د کرکټ له نړیوالې شورا سره یې په لیدنه کې ویلي و، چې د کرکت له اوسنۍ لوبډلې ملاتړ کوي او د ښځینه لوبډلې په اړه به دوی په راتلونکي کې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې پرېکړه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG