د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

د کرکټ په تاریخ کې نوی نوښت؛ د ۱۰۰ توپونو ليګ پیلېږي


ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د کرکټ په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د ۱۰۰ توپونو ليګ هم پیلېږي.

په دې ليګ کې درې افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او قيس احمد هم درې بېلابېلو لوبډلو اخيستي.

د انګلستان او وېلز کرکټ بورډونو په ۲۰۱۶ کې د ۱۰۰ توپونو په نوم د نویو سیالیو د تأسیس په اړه په دې اړه نظر ورکړی و چې بیا په ۲۰۱۹ کې موافقه وشوه چې دا سیالۍ به د ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې ترسره شي، خو تېر کال د کرونا ویروس له امله دا سیالۍ ونه‌شوې او ۲۰۲۱ کال ته وځنډول شوې.

د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې د انګلستان کرکټ بورډ وویل چې د جولای په ۲۱مه به دا سیالۍ وشي.

د دې سیالیو هر اننګز ۱۰۰ توپونه دی او یو بالر کولای شي په یو ځل ۲۰ توپونه هم وکړي.

په هره لوبډله کې به شااوخوا ۳۰ نارینه او ښځینه لوبغاړي شامل وي.

XS
SM
MD
LG