د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

ښځینه کرکټ: اسټرالیا، نیوزیلنډ ته او پاکستان ایرلنډ ته ماتې ورکړه


د ښځینه کرکټ شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې اسټرالیا، نیوزیلنډ ته او پاکستان ایرلنډ ته ماتې ورکړه.

د تېرې ورځې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې پاکستان لومړی بېټېنګ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۶ وکټو په زیان سره ایرلنډۍ ښځینه لوبډلې ته د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې ایرلنډۍ لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۹ وکټو په زیان سره ۱۰۱ منډې جوړې کړې او لوبه‌یې د ۳۸ منډو په توپیر بایلوده.

په دوهمه لوبه کې بیا اسټرالیوۍ ښځینه لوبډلې لومړی بېټېنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ وکټو په زیان سره نیوزیلنډۍ ښځینه لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې ټوله نیوزیلنډۍ لوبډله په ۱۲۰ منډو وسوځېده او لوبه‌یې د ۳۳ منډو په توپیر بایلوده.

ټاکل شوې د دغو سیالیو د سبا ورځې په سیالیو کې بنګله‌دېش د سریلانکا په وړاندې او وېسټ انډيز د سوېلي افریقا په وړاندې د لوبې ډګر ته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG