د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

کرکټ؛ د هند ښځینه لوبډلې په ټيسټ کرکټ په لومړي ځل اسټرالیا ته ماتې ورکړه


د هند یو شمېر ښځینه کرکټ لوبغاړې
د هند یو شمېر ښځینه کرکټ لوبغاړې

د هندوستان د ښځینه کرکټ ملي لوبډلې په یوازینۍ ټیسټ سیالۍ کې نن د ډسمبر په ۲۴مه نېټه د اسټرالیا ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لومړی ځل دی چې په ټيسټ کرکټ کې هندۍ لوبډله پر اسټرالیا بریالۍ کېږي.

یاده سیالي د هندوستان د ممبي په وانکیډي لوبغالي کې د ډسمبر میاشتې په ۲۱مه نېټه پیل شوې وه چې اسټرالیا په دوه پاڼیو کې ۲۱۹ او ۲۶۱ منډې کړې وې.

هندۍ لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۰۶ منډې کړې وې. او په دویمې پاڼۍ کې ورته د اسټرالیا له لوري د ۷۵ منډو هدف ورکړل شوی و چې هندوستان د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

هندۍ سنیهه رانا چې په دوه پاڼیو کې یې ۷ لوبغاړي سوځولي وو، غوره لوبغاړې شوه.

د اسټرالیا او هندوستان ښځینه لوبډلو له ۱۹۷۷ ز کال راهیسې یوازې ۱۱ ټيسټ سیالۍ ترسره کړې وې او په ۱۱مه کې هندۍ لوبډله بریالۍ شوه.

د ویلو ده چې تر دې وروسته به دواړه لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.

XS
SM
MD
LG