د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

اسټرالیا د شپږم ځل لپاره د ښځو د شل اوریز نړیوال جام اتلولي وګټله


اسټرالیا د شپږم ځل لپاره د ښځو د شل اوریز نړیوال جام اتلولي وګټله
اسټرالیا د شپږم ځل لپاره د ښځو د شل اوریز نړیوال جام اتلولي وګټله

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په سویلي افریقا کې د ښځو ترمنځ د پیل شویو شل اوریزو سیالیو اتلولي یو وار بیا پخوانۍ اتلې اسټرالیا وګټله.

د یکشنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۶مه د سویلي افریقا په کېپ ټاون کې د کوربه او اسټرالیا ترمنځ پایلوبه ترسره شوه چې په ۱۹ منډو داسټرالیا ښځینه لوبډلې وګټله.

په پایلوبه کې اسټرالیا د ۱۵۷ منډو هدف ټاکلی و چې سویلي افریقا یې په ځواب کې ۱۳۷ منډې وکړې.

د اسټرالیا لوبغاړې بیت موني په دې سیالۍ کې ۷۴ ناسوځېدلې منډې وکړې چې د لوبې غوره لوبغاړې هم ونومول شوه.

دغه راز د دې هېواد الراونډره اشلي ګارډنر چې په دې نړیوال جام کې یې ۱۰ ویکټې اخیستې وې او ۱۱۰ منډې یې کړې وې، د ټورنمنټ غوره لوبغاړې ونومول شوه.

اسټرالیا په دې سیالیو کې هېڅ لوبه ونه بایلله او په نیمه پایلوبه کې یې تر یوې سختې لوبې وروسته هندۍ لوبډله په پنځو منډو ماته کړې وه.

سویلي افریقا بیا په نیمه پایلوبه کې پیاوړې انګلستانۍ لوبډله په ۶ منډو ماته کړې وه.

د ښځو د شل اوریزو سیالیو پیل په ۲۰۰۹ کال کې وشو، چې تر دې دمه لس وارې دا سیالۍ ترسره شوي دي او اسټرالیا ۶ ځل ګټلې دي.

سویلي افریقا بیا په لومړي ځل پایلوبې ته لار موندلې وه.

په ترسره شویو سیالیو کې د کرکټ نړیوالې شورا د لسو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو ښځینه لوبډلو برخه درلوده.

د ویلو ده چې د ښځو د شل اورونو راتلونکی جام به په ۲۰۲۴ کال کې په بنګله دېش هېواد کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG