د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

 د اسیا د ښځینه کرکټ جام سیالیو کې هند مالیزیا ته ماته ورکړه


د اسیا د ښځینه کرکټ جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې هندوستان مالیزیا ته په لوی توپیر ماته ورکړه.

د کرک انفو ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، هندوستان لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۳ وایکټو په زیان سره مالیزیا ته د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې یې ټوله مالیزیايي لوبډله په ۱۴م اوور کې يوازې په ۲۷ منډو وسوځېده او لوبه یې د ۱۴۲ منډو په توپیر بایلوده.

د دغو سیالیو په بله لوبه کې بیا پاکستان ټایلنډ ته په ۸ وایکټو او ۴۱ بالونو ستره ماته ورکړه.

د اسیا د ښځینه جام سیالۍ د شپږو لوبډلو ترمنځ په سریلانکا کې روانې دي.

XS
SM
MD
LG