د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

هوتک: ډېر ژر به د ښځینه لوبغاړو د کرکټ ملي لوبډله جوړه کړو


د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ډېرژر به له یوې ازادې ازموینې وروسته د ښځینه لوبغاړو د کرکټ ملي لوبډله جوړه کړي.

د دغه بورډ چارواکي وايي، تراوسه پورې افغانستان په رسمي توګه د ښځینه وو په برخه کې ملي ټیم نه درلود خو له دې وروسته به د انکشافي پلانونو له مخې د ښځو ملي ټیم جوړ شي.

په اسیايي او نړېواله سطح د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم بریالیتوبونو د ښځو تر منځ هم د دې لوبې د ترسره کولو لیوالتیا زیاته کړې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، له دې مخکې په افغانستان کې د ښځو ملي ټیم نه و موجود خو په نږدې راتلونکې کې به یوه سراسري ازموینه واخیستل شي څو تکړه نجونې د کرکټ ټیم ته لار پیدا کړي.

کرکټ بورډ د دیانا بارکزۍ په مشرۍ د ځینو نجونو له خوا اعتراضونه چې په خبره یې د ښځینه وو د کرکټ ملي ټیم ته پام نه دی شوی، ناسم بولي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په دې اړه ازادۍ راډيو ته وویل:

″دا لوبغاړې چې ادعا کوي موږ د کرکټ ملي لوبغاړې یو دا د دوي خپل نظر دی.

دوی دا وړتیا نه لري چې د هېواد نه بهر سفر وکړي او هلته په لوبو کې برخه واخلي د دې لپاره چې دوی دا توانایي نه درلوده په کومو لوبو کې چې موږ باید دوی لوبولې وای په هغو لوبو کې دوی لاسته راوړنې کړې وای.

موږ تر اوسه پورې ملي لوبډله نه ده ټاکلې. ملي لوبدلې لپاره به د ښځینه وو یوه ازموینه اخیستل کیږي له ازموینې وروسته که دوي وي که هر څوک وي په کې برخه اخیستلای شي په لوړه کچه لوبډله به ټاکل کیږي او له افغانستان بهر به د لوبو لپاره ځي.″


ښاغلی هوتک وايي، که څه هم دیانا بارکزۍ چې اوس یې د دې ادارې په خلاف اعتراض کړی په دې ادارې کې د ښځینه وو د انکشافي برخې مسووله وه خو په کلنۍ ارزونې کې ناکامه او له خپلې دندې لیرې کړای شوه.

خو دیانا بارکزۍ بیا له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې کرکټ بورډ د ښځو لپاره د کرکټ په برخه کې هیڅ پام نه دی کړی:

″ما تل کرکټ بورډ ته ویلي، چې خپل حق بخښلی شم خو د خپلې لوبغاړې حق نه شم وربخښلی. زموږ تیروتنه په څه کې ده ؟ په همدې کې چې نه غواړو د خپلو لوبغاړو حق مو تلف شي.

که چیرې تاسو همدا اوس د کرکټ بورډ ته ورشئ د ښځینه وو کرکټ هیڅ نه دی موجود. کرکټ بورډ که وغواړي کولای شي په یوه کال کې یو نوی ټیم جوړ کړي، خو دا نجونې چې کلونه کلونه یې زحمت ایستلی د دوی حق ولې تر پښو لاندې شي.″


ورزشکاران هم وایي، چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ښې لاس ته راوړنې لري او دې ته اړتیا شته چې د کرکټ بورډ له خوا د نجونود کرکټ ملي ټیم هم جوړ شي.

دوی وایي، چې په افغانستان کې د کرکټ ترڅنګ لا تر اوسه په نورو برخو کې هم د ښځو پراختیا ته لازم پام نه دی شوی.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG