د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

نن دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي؛ څه تمه ترې کېدای شي؟


Germany Qatar LGBT
Germany Qatar LGBT

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش به نن دوشنبې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د غونډې مشري کوي.

په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

ګوټېرېش تر دې غونډې مخکې په یوه ټویټ کې ویلي، دا مهمه ده چې په افغانستان کې د هغو ميلیونونو کسانو د لاسنیوي لپاره چې بشري مرستو ته اړتیا لري، له ټولو هغو اقداماتو څخه لاس واخیستل شي چې د کار کولو په برخه کې د ښځو حقونه محدودوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

هغه ټینګار کړی چې افغانان بېړنیو مرستو ته فوري اړتیا لري او ښځې د دغو مرستو رسولو د یقیني کولو یوه مهمه برخه ده.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي به په افغانستان کې د دې نړیوال سازمان د مهمو مرستندویه عملیاتو د بیا کتنې په اړه تازه معلومات د دې غونډې برخه والو ته ورکړي.

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک د تېرې جمعې په ورځ وویل، ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپل ماموریت دوام ته ژمن دي او د خپل فعالیت د دوام ارزونه کوي.

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک
د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک

د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې د ملګروملتونو په ادارو کې له کار کولو د ښځو له راګرځولو وروسته ملګرو ملتونو ویلي وو چې دوی له یوه 'وېرونکي انتخاب' سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د تېرې پنجشنبې په ورځ د یوه پرېکړه‌لیک په صادرولو سره د طالبانو له‌خوا پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه وغندل او غوښتنه یې وکړه چې پر ښځو او نجونو لګول شوي سخت محدودیتونه دې ژر تر ژره لرې شي.

خو طالبانو د ملګرو ملتونو په ادارو کې پر افغان ښځینه کار کونکو لکول شوی بندیز د افغانستان یوه داخلي ټولنیزه موضوع یاده کړې او ویلې یې دي، په افغانستان کې د ملګروملتونو د فعالیت د دوام مخالف نه‌دي.

دې ته په پام چې ملګرو ملتونو ویلي، د دوحې غونډې ته یې د طالبانو د سرپرست حکومت استازي نه‌دي وربللي، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون یکشنبې ازادي راډیوته وویل: "له دې غونډې زموږ تمه دا ده چې د افغانستان واقعیتونه په پام کې ونیول شي، هغه امنیت او ثبات چې دلته رامنځته شوی دی غنیمت وشمېرل شي او د همکارۍ لپاره ورڅخه ګټه پورته شي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، سږ کال په افغانستان کې له ۲۸ ميلیون زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او شپږ ميلیون وګړي هم له قحطۍ یو ګام واټن لري.

ملګرو ملتونو ویلي، د دې کال لپاره په افغانستان کې د بشري مرستو د پروګرام د عملي کېدو لپاره یې د څه باندې ۴،۶ ميلیارډ ډالرو غوښتنه کړې، خو تر اوسه د دغو غوښتل شویو پیسو څه باندې پنځه سلنه یې ترلاسه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG