د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

ملګري ملتونه: طالبان دې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدوديتونه ژر تر ژره ليرې کړي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د ملګروملتونو پرېکړه‌لیک په افغانستان کې د ملګروملتونو په ادارو کې له کار کولو د ښځو را ګرځول غندي او د طالبانو له حکومت غواړي چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د ځپنې په اړه خپلې پرېکړې سم‌دستي بېرته واخلي.

په دغه پریکړه‌لیک کې چې مسوده یې جاپان او متحده عربي اماراتو چمتو کړې وه او د ملګروملتونو د امنیت شورا په یوه خوله بیګا تصویب کړ، ویل شوي چې روانه میاشت د ملګروملتونو پر ښځینه کارکونکو د طالبانو له‌خوا لګول شوی بندیز، بشري حقونه او بشري اصول تر پښو لاندې کوي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې ياد پرېکړه‌لیک همدارنګه د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو خلاف بندیزونه د ملګرو ملتونو په ټول تاریخ کې بې ‌ساري بللي او د افغانستان په ټولنه کې د ښځو پر لازمي رول یې ټینګار کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، ښځې د ملګروملتونو په ګډون په غیردولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې له کار کولو منع شوې او پر نجونو او ښځو هم له شپږم ټولګي پورته په منځنیو، ثانوي او پوهنتوني زده کړو بندیز لګول شوی دی.

دغه راز پر ښځو پارکونو، عمومي حمامونو ته په تلو او د سفر کولو په برخه کې هم یو لړ محدودیتونه لګول شوې دي.

کابل کې يو شمېر معترضې مېرمنې
کابل کې يو شمېر معترضې مېرمنې

د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو د غندنې لپاره د ملګروملتونو امنیت شورا دغه پرېکړه‌لیک داسې مهال صادروي چې ټاکل شوې، د ملګروملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش په مشرۍ د راتلونکې دوشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي.

په دې دوه دورځنۍ غونډه کې به د ملګروملتونو د ادارو چارواکي او د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو اوسازمانونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف روانه اوونۍ تایید کړه چې په دوحه کې د افغانستان په اړه په را روانه غونډه کې ګډون کوي.

خو هغه دا هم ویلي چې روسیه له دې غونډې ډېره تمه نه‌لري، ځکه د ده په وینا د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتېرش غواړي د سیمې د بېلابېلو هېوادونو د تګ‌لارو ترمنځ انډول وساتي.

د ملګروملتونو ویاندویانو ویلي، د دوحې په غونډه کې به د افغانستان د روانو ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG