د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

په پاکستان کې معترضې مېرمنې ملګرو ملتونو ته: طالبان په رسمیت مه پېژنئ


دغو معترضو مېرمنو په اسلام اباد کې غږ پورته کړ او نیوکه کوي چې دوی له یاده ایستل شوي او له ملګرو ملتونو یې غوښتنه وکړه چې طالبان دې په رسمیت نه پېژني.
دغو معترضو مېرمنو په اسلام اباد کې غږ پورته کړ او نیوکه کوي چې دوی له یاده ایستل شوي او له ملګرو ملتونو یې غوښتنه وکړه چې طالبان دې په رسمیت نه پېژني.

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ له جوړېدونکې غونډې مخکې په پاکستان کې یو شمېر معترضو افغان ښځو اعتراض کړی او له دې سازمان یې غوښتي چې طالبان په رسمیت ونه پېژني.

پاکستان ته د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر کډوالو شویو معترضو افغان ښځو غږ پورته کړ او نیوکه کوي چې نړیوالې ټولنې افغان نجونې او ښځې له یاده ویستلي دي.

دوی نن یکشنبه په اسلام‌اباد کې راټولې شوې او د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون یې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت ونه پېژني.

د دې اعتراض یوې ګډونوالې وحیدې امیري ازادي راډیو ته وویل، دلته په دې هدف راټولې شوي چې د ملګرو ملتونو له‌خوا د جوړېدونکې غونډې په اړه خپل اعتراض وړاندې کړي.

هغه وايي: "نړۍ ته زموږ اصلي پیغام دا دی چې لطفاً طالبان په رسمیت مه پېژنئ. د طالبانو په رسمیت پېژندل د افغانستان د خلکو پر وړاندې جنایت او نړۍ ته د یوه ګواښ خبرداری دی."

دا اعتراض د افغانستان په اړه د قطر په پلازمېنې دوحه کې د جوړېدونکې غونډې په درشل کې شوی، چېرته چې تمه ده سبا او بل سبا د افغانستان وضعیت د څېړلو لپاره د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو استازي سره راټول شي.
دا اعتراض د افغانستان په اړه د قطر په پلازمېنې دوحه کې د جوړېدونکې غونډې په درشل کې شوی، چېرته چې تمه ده سبا او بل سبا د افغانستان وضعیت د څېړلو لپاره د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو استازي سره راټول شي.

په پاکستان کې د راټولو شویو افغان معترضو ښځو له ډلې یوې بلې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، د طالبانو د اوسني رژیم پر وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان په پڅ سیاست هم نیوکه وکړه.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو ته رسمیت ورکول د ټولو هغو افغانانو حاشیې ته کول دي چې ازادي یې له لاسه ورکړې."

د ازادي راډیو خبریال له طالبانو څخه د دې اعتراض په اړه غبرګون وغوښت، خو د حکومت ویاند یې ځواب ورنه کړ.

دا اعتراض د افغانستان په اړه د قطر په پلازمېنې دوحه کې د جوړېدونکې غونډې په درشل کې شوی، چېرته چې تمه ده سبا او بل سبا د افغانستان وضعیت د څېړلو لپاره د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو استازي سره راټول شي.

ملګرو ملتونو ویلي، د دوحې دوه ورځنۍ غونډې ته د طالبانو استازي نه دي بلل شوي.

مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوې مرستیالې امینې محمد ویلي وو، په دې غونډه کې به د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه هم بحث وشي.

مخکې له دې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد ویلي وو چې د دوحې غونډه کولای شي په مشروط ډول د طالبانو رسمیت پېژندنې لپاره ځینې کوچني ګامونه په نظر کې ونیسي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد

خو د ملګرو ملتونو یوه مرستیال ویاند سټیفن دوجارېک وروسته وویل چې په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت پر رسمیت پېژندنې بحث نه دی شامل.

هاخوا په افغانستان کې یو شمېر افغانان وايي، د دوحې په غونډه کې باید د افغانستان د خلکو واقعي ستونزې وڅېړل شي او د حل لپاره یې بېړني ګامونه پورته شي.

کابل مېشتی مطیع‌الله شهاب وايي، د افغانستان په اړه جوړېدونکو غونډو کې د افغانانو ستونزې او اصلي غږونه نه پورته کېږي او په کار ده چې دا ځل د دوی د اوسني وضعیت په اړه هر اړخیز بحثونه وشي.

شهاب وویل: "له نړیوالو څخه مو هیله دا ده چې په موږ راوستي وضعیت او ناورین ته د پای ټکی کېږدي او نور د افغانستان او افغان ولس په اړه صادقانه کار وکړي او صادقانه عمل تر سره کړي."

یوه بله افغان مېرمن چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې پېژندنه وښيي، په دې غونډه کې د ښځو د حقونو په خوندیتوب د ټینګار تر څنګ وايي، هیله ده نړیواله ټولنه په افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا د لګول شویو ظالمانه بندیزونو او محدودیتونو له امله دوی مجازات کړي.

هغې وویل: "موږ هیله لرو چې طالبان د ټولو هغو امتیازاتو څخه محروم شي چې ورته په پام کې نیول شوي. په اوونیز ډول دې طالبانو ته ورکول کېدونکې ۴۰ میلیون ډالر بند شي، د دوی د بهرنیو سفرونو او تګ راتګ مخه دې ونیول شي."

خو د یو شمېر افغانانو له دې غوښتنو بر عکس بیا د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې د رسمیت پېژندنې او له دوی سره د تعامل غوښتنه کوي، هغه غوښتنه چې لا تر اوسه نړیوالې ټولنې نه‌ده منلې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG