د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

امنيت شورا نن له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره د ښځو په اړه خپله تګ‌لاره بدله کړي


د امنيت شورا غونډه، انځور - ارشيف
د امنيت شورا غونډه، انځور - ارشيف

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت له لوري د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په ګډون په ټولو غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو په کار بندیز پر خپل ځای دی، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د دغه بندیز د غندنې لپاره رایه اچونه کوي.

په دې اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیک مسوده چې ټاکل شوې نن رایې پرې واخیستل شي، متحده عربي اماراتو او جاپان چمتو کړې او یوه کاپي یې روېټرز خبري اژانس ترلاسه کړې ده.

د پرېکړه‌لیک په دې مسوده کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو خلاف بندیزونه د ملګرو ملتونو په ټول تاریخ کې بې‌ساري بلل شوي او د افغانستان په ټولنه کې د ښځو پر رول ټینګار شوی دی.

د پرېکړه‌لیک مسوده کې دغه‌ راز راغلي، د ملګرو ملتونو لپاره د افغان ښځو پر کار بندیز د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو په معنا دي.

د روېټرز په راپور کې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د دایمي استازې لانا ذکي له قوله راغلي چې پر ښځو دا ډول بندیزونه په افغانستان کې ښايي د ملګرو ملتونو فعالیتونه اغېزمن کړي، ځکه خو باید امنیت شورا غلې پاتې نه‌شي.

د راپور له مخې، ډیپلوماتان وايي پوره باور لري چې دا پرېکړه‌لیک به په یوه خوله تصویب شي.

خو د بشر حقونو څار سازمان په خپل یو نوي بیان کې ویلي چې: "له بده مرغه له طالبانو سره په چال چلند کې د ځانګړو استازو ترمنځ اختلاف، د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د اختلاف ښکارندويي کوي."

طالبانو په خپل وروستي محدوديت کې د ملګروملتونو پر ښځينه کارکوونکو بنديز ولګاوه، چې ګڼ نړيوال غبرګونونه يې درلودل.
طالبانو په خپل وروستي محدوديت کې د ملګروملتونو پر ښځينه کارکوونکو بنديز ولګاوه، چې ګڼ نړيوال غبرګونونه يې درلودل.

بیان کې د بشر حقونو څار سازمان د اسیا څانګې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن له قوله ویل شوي چې چین، روسیه او جاپان له ملګرو ملتونو غواړي چې پر مرستو او د افغانستان پر اقتصادي کړکېچ تمرکز وکړي، خو په وینا یې امریکا، برېتانیا او فرانسې د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو په وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی.

مېرمن ګاسمن د افغانستان په چارو کې د دغو هېوادونو له استازو غوښتي چې د ښځو له حقونو د دفاع لپاره دې په خپل دریځ ټینګ ودرېږي.

پاتریشیا ګاسمن دغه‌راز په دوحه کې د مې میاشتې د لومړۍ نېټې غونډې ته په اشارې ویلي چې، په دې ناسته کې به په دې هم بحث وشي چې د طالبانو له‌خوا د بشري مرستو پر رسولو له رامنځته شویو محدودیونو سره څنګه چلند وشي.

د راتلونکې مې میاشتې په لومړۍ نېټه به د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په اړه د یوې لویې غونډې کوربه‌توب وکړي.

په دې غونډه کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بندو دروازو تر شا ترسره کېږي د بېلابېلو هېوادونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو لا معلومه نه‌ده چې طالبانو ته په‌کې د ګډون حق ورکړل شوی او کنه.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د روانې اپرېل میاشتې په ۶مه د ملګرو ملتونو اړوند ادارو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه، که څه هم د ملګرو ملتونو سازمان او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو دا بندیز وغنده او طالبانو ته‌یې خبرداري ورکړل چې باید خپله پرېکړه بېرته واخلي، خو تر اوسه د طالبانو په دریځ کې کوم بدلون نه‌دی راغلی.

د ښځو په کار بندیز د افغانستان د کورني ارزښت مسله ده چې ټول اړخونه باید ورته درناوی وکړي.
مجاهد

طالبانو تازه په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې خو وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو اړوند ادارو کې د ښځو په کار بندیز د افغانستان د کورني ارزښت مسله ده چې ټول اړخونه باید ورته درناوی وکړي.

د بشر حقونو څار سازمان د اسیا څانګې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن وايي، د افغانستان په چارو کې بهرني ځانګړي استازي په دې غونډه کې له دوه انتخابونو سره مخ دي یا باید له افغانستانه د ملګرو ملتونو سازمان بشپړ وتل انتخاب کړي او یا هم د طالبانو په رسمیت پېژندل، خو هغې تمه ښودلې چې دوی به د بحثونو پر مهال یوه مناسبه حل‌لاره پیدا کړي.

څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد ویلي و چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه‌توب د دوحې په ناسته کې به د طالبانو حکومت د په رسمیت پېژندنې د شرایطو په اړه هم بحثونه وشي، خو په دې اړه تر پراخو غبرګونونو وروسته ملګرو ملتونو دا موضوع رد کړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG