د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

دوجارېک: ملګري ملتونه په افغانستان کې پاتې کېږي او مرستو ته دوام ورکوي


د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو بیرغ

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په افغانستان کې پاتې کېږي او د بشري اصولو او خپل منشور پر بنسټ مرستو ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفن دوجارېک د اپرېل په ۲۸مه یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي.

هغه وویل چې امنیت شورا یې سیاسي ماموریت تایید کړی او په یوه ارزونه کار کوي چې څنګه خپل کارونه مخکې یوسي.

نوموړی زیاتوي: "موږ ژمن یو چې په افغانستان کې پاتې شو او د بشري اصولو او خپل منشور پر بنسټ مرستې ورسوو. موږ د یوه سیاسي ماموریت له لارې چې د امنیت شورا لخوا تایید شوی په افغانستان کې یو. اوس په یوه ارزونه کار روان چې څنګه خپل کارونه مخکې یوسو. موږ هڅه کوو، داسې یو اساس رامنځته کړو چې هم بشري مرستې ورسوو او هم خپلو اصولو ته ژمن واوسو."

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفن دوجارېک
د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفن دوجارېک

سټیفن دوجارېک داسې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت د دوام او په ورته وخت کې د بشري مرستو رسولو ترڅنګ خپلو اصولو ته د ژمنتیا خبره کوي چې تر دې مخکې په افغانستان کې د دې سازمان په استازولۍ کې د ښځو له کار بندیز وروسته یوناما ویلي وو چې په افغانستان کې د پاتې کېدو او اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو او خپلو اصولو ته د ژمنتیا ترمنځ یوه وحشتناک اقدام ته مجبور شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا هم ویلي وو چې د راتلونکې میلادي میاشتې تر ۵مې نېټې په افغانستان کې د خپل ماموریت دوام ارزوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشره روزا اوتنبایوا
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشره روزا اوتنبایوا

د تېرې پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تصویب شوي پرېکړه‌‌لیک د طالبانو له لوري د افغان ښځو ځپل وغندل او غوښتنه یې وکړه چې ژر تر ژره دې دا بندیزونه لرې شي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت که څه هم د امنیت شورا د اعلامیې د هغې برخې چې په افغانستان کې یې د امنیت او ثبات په ساتلو ټینګار کړی و، هرکلی کړی، ترڅنګ یې د ښځو د کاربندیز په اړه یې ویلي چې دا د افغانستان کورنۍ مسئله ده او بهرنیو هېوادونو ته یې زیان نه‌رسېږي.

د امنیت شورا له ناستې وروسته ملګرو ملتونو ویاند ویلي چې د دوشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه ناسته جوړوي، خو دې ناستې ته د طالبانو د حکومت استازي نه دي بلل شوي.

په دې ناسته کې چې کوربه‌توب یې د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش کوي د بېلابېلو هیوادونو استازو ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده خو ناسته د بندو دروازو تر شاه ترسره کېږي.

د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د طالبانو حکومت د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو له تړلو او په دولتي او غیردولتي ادارو کې د ښځو له کاربندیز وروسته د روانې اپرېل میاشتې په څلورمه نېټه د ملګرو ملتونو په استازولۍ یا یوناما کې هم د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې دا پرېکړه له ګڼو غبرګونونو سره مخ‌ شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG