د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

دوحې غونډه؛ ځینې فعالان: نړۍ دې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

په دوحه کې د افغانستان په تړاو د کېدونکې غونډې په درشل کې د ښځو د حقونو فعالانو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پېژني.

د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندلو له غږ سره د ښځو د حقونو ګڼو فعالانو خپل غږ ملګری کړی دی.

دا اوازونه په داسې حال کې اوچتېږي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربه‌توب سبا دوشنبه او بل سبا په دوحه کې پر افغانستان غونډه وشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د میدان ښار پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د افغان مېرمنو په استازیتوب په دې غونډه کې څوک حضور نه لري.

هغې وویل: "موږ افغان ښځې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د استازو ترمنځ د طالباني نظام د رسمیت پېژندنې پر سر د بندو دروازو تر شا ناسته چې د افغان ښځو استازي حضور نه لري. نه یوازې یې غندو او د ډیموکراسۍ پر تابوت یې وروستی مېخ ګڼو."

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور هیله نجیب وايي، نه ښايي چې نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

هیله نجیب
هیله نجیب

اغلې نجیب وویل: "زه طالبان نه منم او زما لپاره طالبان مشروعیت نه لري او نه باید نړیواله ټولنه دوی په رسمیت وپېژني."

د ښځو د حقونو فعاله راضیه بارکزۍ د ملګرو ملتونو له سازمان نه غواړي چې خپلو ټاکل شویو اصولو او منشورونو ته په پام عمل وکړي.

بارکزۍ وویل: "طالبانو ته ټربیون او فرصت ورکول د افغانانو په حق کې جفا او له ټروریزم او ټروریزم پالنې سره ښکاره ملګري کېدل دي. په یاد مو وي، ستاسو د عمل خپلواکي او حقوقي دریځ د څوګونو سیاستونو له کبله د افغانستان د وګړو او د نړۍ د نورو وګړو له انتقاد او پوښتنې سره مخامخ دي."

پرون کابل کې ځینو ښځو د طالبانو د رسمیت پېژندنې خلاف لاریون وکړ او په ټولنیزو شبکو له دې ډلې ټویټر کې د طالبانو په رسمیت مه پېژنئ په نوم (#DoNotRecogenizeTaliban) د هشټګ کمپاین پیل شوی دی.

کابل کې د ښځو لاریون؛ “طالبان په رسمیت مه پېژنئ”
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:28 0:00

ازادي راډیو ته یو شمېر اورېدونکیو هم په استولو پیغامونو کې پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونو ته اشاره کړې ده او د طالبانو د په رسمیت نه پېژندلو غږ یې بدرګه کړی دی.

خو ځینو نورو بیا په افغانستان کې هغه اقتصادي ستونزې چې عام افغانان ورسره مخ دي یادې کړي او ویلي یې دي که طالبانو حکومت نړۍ په رسمیت وپېژني ښايي د عامو خلکو ژوند له اقتصادي پلوه بهتره شي.

یوه افغان وویل: "د طالبانو حکومت دې د ولس په خاطر په رسمیت وپېژندل شي، ځکه ولس به لږ هوسا شي. بندیزونه به کم شي او دروازې به یې پرمخ پرانیستل شي."

یو بل افغان وايي: "د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی خان پاچا یم. که څه هم د طالبانو ځینې کړنې د منلو وړ نه دي او پر سمه نه دي روان، خو باید حکومت یې د خلکو په خاطر په رسمیت وپېژندل شي، ترڅو د افغانستان د خلکو ژوند ورسره ښه شي."

یو بل تن ازادي راډیو ته وویل: "د غزني د ګیرو ولسوالۍ اوسېدونکی حضرت محمد هجران یم. زما په نظر د طالبانو په رسمیت پېژندل ښه کار دی، له یوې خوا د هېواد اقتصادي وضعیت او له بلې خوا په هېواد کې د بېکارۍ کچه زیاته ده. نو له طالبانو سره تعامل به د افغانانو په ګټه وي."

ملګرو ملتونو ویلي د دوحې دوه ورځنۍ غونډې ته د طالبانو استازي نه دي بلل شوي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته ویلي:

«له دې غونډې زموږ تمه دا ده چې د افغانستان واقعیتونه په پام کې ونیول شي، هغه امنیت او ثبات چې دلته رامنځته شوی دی غنیمت وشیمرل شي او د همکاري لپاره ورڅخه ګټه پورته شي.»

مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوې مرستیالې امینې محمد ویلي وو، په دې غونډه کې به د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه هم بحث وشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد

خو د ملګرو ملتونو یوه مرستیال ویاند وروسته وویل، چې په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت پر رسمیت پېژندنې بحث نه شامل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG