د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

په کابل کې ښځینه لاریون کوونکې: نړیواله ټولنه دې طالبان په رسمیت نه پېژني


ارشیف: په کابل کې د یو شمېر معترضو ښځو د لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د یو شمېر معترضو ښځو د لاریون انځور

په کابل کې معترضو ښځو له اوونیو چوپتیا وروسته او د دوحې غونډې په درشل کې نن د شنبې په ورځ د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له خوا د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو په موخه لاریون وکړ.

په کابل کې یوه معترضه مېرمن ژولیا فارسي وايي، دا لاريون د شنبې په ورځ له غرمې وروسته وشو، چې ښځو په کې د ملګرو ملتونو له خوا د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو غوښتنه وکړه.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "د دې لاريون دليل دا و چې طالبان بايد د ملګرو ملتونو له خوا په رسميت ونه پېژندل شي، که نه نو لاريون کوونکي ښځې به د دوحې غونډه تحریم کړي. که ملګري ملتونه يې په رسميت وپېژني نو افغانې ښځې به غلې پاتې نه‌شي او اجازه به ورنه‌کړي چې د دوی حقونه تر پښو لاندې شي."

شهلا عارفي او لیلا بسیم چې په دې لاریون کې یې ګډون کړی وو، ازادي راډیو سره یې خپل نظرونه شریک کړل.

شهلاعارفي وویل: "نن یو ځل بیا ښځې واټونو ته ووتې او ویې غوښتل چې نړیواله ټولنه نباید طالبان په رسمیت وپېژني. دوی وویل چې د طالبانو په رسمیت پېژندل د ترهګرۍ په رسمیت پېژندل‌دي."

لیلابسیم وویل: "که دا ډله په رسمیت وپېژندل شي‌نو په رښتیا چې دا به د افغانانو له برخلیک سره جفا وي. موږ وینو چې هېڅ ښځه دې غونډې ته نه‌ده بلل شوې او دې موضوع ښځې مایوسه کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر ښځو په ټولنیزو رسنیو کې د ویډیوګانو په خپرولو او د 'طالبان په رسمیت مه پېژنئ' د هشټګ په جوړولو سره خپل اعتراضونه څرګند کړل.

د ښځو د حقونو یوه فعاله هدا خموش وايي چې تر اوسه د دوحې غونډې ته ښځې نه دي بلل شوي او یو شمېر ښځې هڅه کوي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې خپل غږ نړۍ ته ورسوي.

خموش وویل: "په روانې غونډه کې د ښځو شتون څخه انکار شوی، د نړیوالو سازمانونو او د نړۍ د هېوادونو تر څنګ د طالبانو مشران هم هلته لیدل کېږي، سره له دې چې د هغوی له شتون څخه هم انکار شوی وو. موږ هڅه کوو چې له هر ممکنې لارې څخه خپل غږ ورسوو. زموږ وېره دا ده چې په دې غونډه کې به طالبانو ته د مشروعیت تر لاسه کولو لپاره زیات فرصتونه ورکړل شي."

خو د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجارېک د جمعې په ورځ د دې اندېښنو په ځواب کې وویل چې د دوحې غونډې ته طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې او یوازې هغه نړیوال استازي چې د افغانستان له موضوع سره سر و کار لري، غونډې ته بلل شوي دي.

ومو غوښتل چې د ښځو د لاريون په اړه د طالبانو حکومت د چارواکو غبرګون هم ترلاسه کړو، خو د دوی وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د منشي مرستیالې امینې محمد ویلي وو چې د دوحې په غونډه کې به د طالبانو په رسمیت پېژندلو لومړي ګامونو په هکله بحث وشي، هغې خبرې چې ډېر غبرګونونه یې راوپارول.

خو د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفن دوجارېک د دوحې په غونډه کې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو خبرې رد کړې دي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه د مې میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دغه سازمان د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش او د ۲۲ هېوادونو د استازو په حضور کې جوړېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

په دې غونډه کې به د افغانستان پر امنیتي مسایلو او د بشري حقونو په تېره بیا پر ښځو د لګول شویو بندیزونو په اړه خبرې وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG