د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

ترکیه کې د وزلوبې سیالۍ؛ د افغانستان د لوبډلې لوبې ځنډېدلي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د وزلوبې فدراسیون وايي، په ترکیه کې د سیمه ییزو لوبو په نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې لوبغاړي له ستونزو سره مخ شوي او سیالۍ یې ځنډېدلې دي.

د افغانستان د وزلوبې فدراسیون انتفاد کوي وايي، د ترکیې د سیمه ییزو لوبو په نړیوالو سیالیو کې د سیالیو د جوړونکو لخوا دوی ته امکاناتو لازم امکانات نه دي ورکړل شوي، چې له امله یې سیالۍ ځنډېدلې دي.

د دې فدراسیون فني مرستیال خیر محمد سنچارکي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دوی ټیم د لوبو لپاره چمتوالی لري خو د کافي او چابکو اسونو د نشتون له امله یې تر اوسه یوه لوبه هم نه ده کړې.

هغه وویل: "څلور ورځې کېږي چې دلته سیالۍ پیل شوي. د مهالوېش له مخې موږ د ترکیې او مجارستان لوبډلو سره لوبې لرو چې تېره ورځ باید شوې وای، خو دوی موږ ته چابک اسونه نه دي اماده کړي، یوازې څلور اسونه یې اماده کړي، چې هغه هم د استفادې وړ نه وو."

د افغانستان د وزلوبې فدراسیون مسوولان وايي، په دغه سیالیو کې د افغانستان د وزلوبې ۱۲ غوره لوبغاړو ګډون کړی دی.

په ورته وخت کې بیا د افغانستان د ملي المپیک کمېټې چارواکي وايي، دا چې په دغه سیالیو کې ستونزې پیدا شوي لامل یې د یادو سیالیو د جوړونکو بې پروايي ده.

د دې کمېټې د رسنیو برخې غړي نعیم پرهیز په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان او یو شمېر نورو اسیايي هېوادونو لپاره د دې سیالیو د تنظیمونکو لخوا اسونه په اختیار کې ورنه کړل شول، همدغه دلیل و چې افغان لوبغاړي ونه توانېدل چې په دې سیالیو کې لوبه وکړي، خو هیله مندي شته چې د دې سیالیو د تنظیمونکو لخوا دغه ستونزې حل شي."

د نوموړي په خبره، دغه سیمه ییزي لوبې په ترکیه کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو د استازو په ګډون په بېلابېلو برخو کې جوړې شوي چې له افغانستان نه د وزلوبې، کورش او رستمي غېږنیونې په برخه کې لوبغاړو ګډون کړی دی.

د ملي المپیک د رسنیو برخې مسوولان وايي، تر دا مهاله دوه افغان ورزشکاران توانېدلي چې د کورش او رستم غېږنیونې په برخه کې لوبې وګټي او د سپینو زرو مډالونه خپل کړي.

XS
SM
MD
LG