په کندز کې د وزلوبې دوه ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د مطبوعاتو د دفتر غړي مجیب قاري زاده نن د یکشنبې په ورځ(د مرغومي ۱۲مه) ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیالیو کې د کندز د ولسوالیو د لوبغاړو ترڅنګ د بلخ، بغلان او تخار ولایتونو ۳۰ چاپ اندازانو هم ګډون کړی وو.
قاري زاده زیاتوي چې دا سیالۍ د کرښې او بیرغ په ډول وشوې چې په پای کې د بغلان ولایت لوبغاړی شبیر پهلوان د دې سیالیو اتل شو.
د دې سیالو د جوړولو هدف د لوبغاړو د مهارتونو لوړول او ملي سیالیو ته د هغوی تیاری ښودل شوی.