د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

بدخشان کې وزلوبه پای ته ورسېده


وزلوبه
وزلوبه

په بدخشان ولایت کې وزلوبه پای ته ورسېده.

د طالبانو د ملي المپېک کمېټې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه سیالۍ چې د بهارک ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د څلورمې دورې تر سرلیک لاندې پیل شوې وې، د جمعې په ورځ ناوخته پای ته ورسېدې.

د دې کمېټې د معلوماتو له مخې، دې سياليو کې د کشم، ارګو، تاشکان، خواب، يفتل، بهارک، شهدا، جرم، وردوج او فيض اباد ولسواليو ورزشکارانو برخه اخېستې وه، د بهارک لوبغاړو ته د ښې لوبو په کولو سره جایزې هم ورکړل شوې.

د طالبانو د ملي المپیک کمېټې د خبرپاڼې په حواله، یادې سيالۍ د وزلوبې د غوره ليګ سياليو ته چاپندازانو د چمتو کولو په موخه پيل شوې وې.

د وزلوبې غوره لیګ ټاکل شوې د همدې لمریزې میاشتې تر پایه په کابل کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG