د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

طالبان: ډېر ژر به په ملي کچه د وزلوبۍ لیګ ۳م پړاو سیالۍ پیل شي


وزلوبه
وزلوبه

د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې مسولین وايي، ډېر ژر به په ملي کچه د وزلوبۍ لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل شي.

د دې کمېټې د نشراتو رییس دادمحمد ناوک ازادي راډيو ته وویل، د وزلوبې د لیګ ټول تخنیکي مسایل حل شوي او په نږدې ورځو کې به پیل شي، خو نوموړی يې د دقیقې نېټې په اړه څه ونه ویل.

ښاغلي ناوک وویل، دا لیګ به د تېر په څېر په لوړ کیفیت د ۱۶ ولایتونو د لوبډلو ترمنځ په څلورو ګروپونو کې ترسره شي.

دی وايي، دا د وزلوبې د لیګ درېیم پړاو دی او د ملي ټلوېزیون له لوري به په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

تېرکال د دې سیالیو پایلوبه د کندهار او کندز لوبډلو ترمنځ مساوي پای ته رسېدلې وه.

وزلوبه د افغانستان د لرغونو لوبو له ډلې څخه ده چې په ۱۳۹۵ لمریز کال د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې له لوري د یوې ملي او رسمي لوبې په توګه ثبت شوه او فدراسیون یې رامنځته شو.

XS
SM
MD
LG