د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

د افغانستان په شمال کې د وزلوبې 'بزکشۍ' نوی فصل پیل شوی


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

ابراهیم له لسو کلونو وزلوبه کوي او څلور تکړه اسونه یې ساتلي وايي، چې يو اس په مياشت کې ٧٥٠٠٠ افغانۍ (٧٥٠ ډالره) لګښت لري.

د اسونو پالندوې هم په ورځ کې د اس په سر پنځه سوه افغانۍ اخلي او اسونه تر ۲۰۰۰ افغانیو خوراک کوي: "هغه پخوانۍ بُزکشۍ اوس نشته. تاسو ته معلومه ده چې خلک اوس خپلې شپې او ورځې ته حیرانه دي او له ستونزو سره مخ دي. د آس ساتل اسانه کار نه دی. آس ډېر مصرف لري."

د اوزلوبو نوی ټورنمنټ اوس په مزارشریف کې پیل شوی چې ټیمونه او چاپ اندازان اوونۍ کې دوه واره سره مخ کېږي.

د غلام محمد لپاره بُزکشي یوازې یوه لوبه نه ده بلکې ژوند یې ورسره تړلی دی: "تر څو چې ژوندی یم، دا زما جذبه ده. هر څه چې راسره وي، زه به له دې شوقه نه شم تېرېدلی. لکه څنګه چې زه داسې لیونۍ مینه ورسره لرم، نور ملګري هم همداسې شوقیان دي."

بُزکشي یا وزلوبه د افغانستان ملي لوبه ده چې د هېواد په شمالي او شمال ختیځو برخو کې عامه ده.

هرکال یې لوبې ترسره کېږي خو په پسرلي کې یې ځانګړۍ اتلولۍ لوبې کېږي.

په وزلوبه کې د دواړه ډلو چاپ اندازان په داسې حال کې چې په اسونو سپاره وي او مخصوصې جامې یې په تن وي د لوبې لپاره حلاله شوې وزه/اوزګړی له ځمکې پورته او د حلال دایرې ته یې ورسوي. د ټیم ملګري یې لار ورته خلاصوي خو مقابل سیالان یې مخه نیسي او هڅه کوي چې وزه ترې ونیسي.

د دې لوبې لوبغاړي کلونه-کلونه د اسونو سورلۍ زده کوي او د بدن د غښتلي ساتلو لپاره هڅې کوي څو وکولای شي دا سخته او خطرناکه لوبه مخته یوسي.

افغانستان کې دمګړۍ د اوزلوبې ۲۸ غوره لوبډلې فعاله دي. دا لوبه د طالبانو په لومړۍ دوره واکمنۍ کې بنده وه خو اوس یې اجازه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG