د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

افغانستان کې وزلوبه؛ د لوګر لوبډلې بلخ ته ماته ورکړه


آرشیف-وزلوبه
آرشیف-وزلوبه

په کابل کې د وزلوبې لیګ درېیم پړاو د سیالیو په دوام بلخ لوبډلې لوګر ته ۹-۰ ماتې ورکړه.

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، د بلخ چاپندازانو یا پهلوانانو د ښې لوبې په کولو سره لومړۍ بریا خپله کړه.

د دې ریاست د معلوماتو له مخې، محمد امیر پهلوان دوه او علم پهلوان، عبیدالله پهلوان او نجیب الله پهلوان هر یوه د بلخ په ګټه یو یو میدانونه وګټل.

د وزلوبې درېیم پړاو لوبې تېره اوونۍ په کابل کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شو، خو تازه د بدني روزنې ریاست مسولینو ویلي، ۴ لوبډلې په سیالیو کې د برخې اخېستو په هدف نه دي حاضري شوي.

دا سیالۍ د روانې حوت میاشتې تر پنځلسمې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG