د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

په کابل کې د افغانستان د وزلوبې لیګ درېیم پړاو پیل شو


په کابل کې وزلوبه
په کابل کې وزلوبه

ښایي دا پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې په پلازمېنه کابل کې تر ټولو ستره ورزشي میله وي.

د وزلوبې لیګ درېیم پړاو، نن پیل شو او لس ورځې دوام کوي.

که څه هم د پیل په رسمي مراسمو کې یې یو شمېر لوړ پوړو طالب چارواکو برخه اخیستې خو د مینه والو شمېر خورا کم دی.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د وزلوبې ټورنمنټ
د طالبانو له واکمنۍ وروسته د وزلوبې ټورنمنټ

طالب چارواکي هیله لري چې په راتلونکو ورځو کې به د مینه والو شمېر زیات شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند او د ملي راډیو تلویزیون رئیس احمد الله وثیق ازادي راډیو ته وویل، د نږدې شل زره نندارچیانو د راتګ لپاره تیاری نیول شوی دی.

ښاغلي وثیق دا هم وویل چې د وزلوبې د درېیم پړاو په سیالیو کې د بېلابېلو ولایتونو ۱۶ لوبډلو برخه اخیستې ده چې په څلورو ګروپونو کې د یو بل په وړاندې لوبیږي.

وثیق وایي:" دا سیالۍ د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي، دا د اسلامي امارت له راتګ وروسته تر ټولو ستر پروګرام دی، موږ غواړو خپلو خلکو ته خوښي ورکړو، دلته به ان شاء الله هره ورځ له لس زرو تر شل زرو نندارچیان راځي."

وثیق وایي، دا سیالۍ د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي
وثیق وایي، دا سیالۍ د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي

دی وایي دا سیالۍ د بېلابېلو سوداګریزو شرکتونو په مالي مرسته د افغانستان د ملي تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي.

د بېلابېلو لوبډلو پهلوانان یا چپ اندازان وایي فکر یې نه کاوه چې په هيواد کې له دومره ستر بدلونه وروسته سږکال د دغه سیالیو شاهدان واوسي.

د بغلان ولایت چپ انداز عارف خان ازادي راډیو ته وویل:" په لومړیو کې مو هیله نه وه چې سږکال به دا لیګ ترسره شي خو وروسته طالبانو خلکو ته د امنیت ډاډ ورکړو، اوس دلته شپاړلس ټیمونه راغلي دي ، په څلورو ګروپونو کې به لوبې کوي وروسته به څلور ټیمونه سیمې فاینل ته ځي او دوه به بیا فاینل لوبوي، زموږ لوبډله د دې سیالیو لپاره پوره چمتوالی لري."

دی وایی د سیالیو د اتلولۍ ګټلو لپاره به هڅه وکړي.

د وزلوبې لیګ درېیم پړاو
د وزلوبې لیګ درېیم پړاو

دغلته راغلي مینه وال هم خوښ دي او وایي څو میاشتې وروسته په کابل کې ورته د تفریحې او ساعت تېرې زمینه برابریږي.

احمد الله حماد له بلخ ولایته د دې سیالیو د لیدلو لپاره راغلی وایي د بلخ لوبډله یې د خوښې لوبډله ده او هیله لري چې دوی د سږکال سیالیو اتلولۍ وګټي.

حماد وایي:" د بلخ لوبډله ډېره پیاوړې ده، موږ به اتلولي ګټو، موږ مننه کوو چې طالبانو نه چې دا لوبې یې برابري کړي دي، وزلوبه په افغانستان کې ډېر زیات مینه وال لري دلته به هم خلک د دې سیالیو له لیدلو پوره خوند واخلي."

دا د وزلوبې د لیګ درېیم پړاو دی.

دا لیګ لس ورځې دوام کوي
دا لیګ لس ورځې دوام کوي

په تېر دوه پړاونو کې د دغه سیالیو اتله لوبډله نه ده معلومه شوې.

په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د دغه لیګ لومړی پړاو د کرونا ویروس د خپراوي له وېرې نیمګړی پاتی شو.

تېرکال بیا د کندهار او کندز لوبډلو ترمنځ پایلوبه مساوي پاې ته رسېدلې وه.

وز لوبه د افغانستان د لرغونو لوبو له ډلې ده چې په۱۳۹۵ لمریز کال د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې له لوري د یوې ملي او رسمي لوبې په توګه ثبت شوه او فدراسیون یې رامنځته شو.

XS
SM
MD
LG