د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

برخلیک ټاکونکې سیالي؛ د ۱۹ کلنو افغان کرکټ لوبډله نن زیمبابوې سره لوبېږي


د کرکټ یو افغان لوبغاړی
د کرکټ یو افغان لوبغاړی

د افغانستان د کرکټ د نوولس کلنو ملي لوبډله د نړیوال جام په یوه برخلیک ټاکوونکې سیالۍ کې نن د زیمبابوې پر وړاندې ډګر ته ننوځي.

که افغان لوبډله دا لوبه وګټي، په خپل ګروپ به دوهمه لوبډله شي چې کوارټر فاینل ته لار پیدا کوي، خو که ماتې وخوري، په نړیوال جام کې یې سفر پای ته رسېږي.

د کرکټ څارونکي او مبصرین وايي، د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله پیاوړې ده، خو له تخنیکي پلوه تېروتنې کوي او د پاکستان پر وړاندې یې د ماتې لامل هم همدا ټکی و.

بختیار ساحل چې د افغانستان په کرکټ بورډ کې یې وړاندې دنده درلوده او د کرکټ مبصر دی ازادي راډیو ته وویل، د یوه مېکانیزم له مخې د لوبغاړو نه لوبول، پر ځوانو لوبغاړو فشار او د ازمېښت په توګه ۱۱ کسیز نوم‌لړ کې د لوبغاړو ځایول، هغه څه دي چې افغان لوبډله له ماتې سره مخ کولی شي.

د کرکټ څارونکي او مبصرین وايي، د نوولس کلنو ځوانانو لوبډله پیاوړې ده
د کرکټ څارونکي او مبصرین وايي، د نوولس کلنو ځوانانو لوبډله پیاوړې ده

دی وايي: "د لوبډلې جوړښت ډېر ښه دی، ښه لوبډله ټاکل شوې ده، خو د لوبولو تګ‌لاره یې سمه نه ده. د اسیا کپ کې هم سټراټیژي سمه نه وه او اوس هم نه ده. یوه منظمه سټراټیژي په کار ده. اوپنران باید اوپنران وي، لکه د یوې مسلکي لوبډلې په څېر باید موږ ولوبېږو. تجربې باید هرځای کې و نه کړو. بدبختانه زموږ روزنکي هر ځای کې تجربې کوي."

افغان ۱۹ کلونو ملي لوبډلې په نړیوال جام کې تر اوسه دوې لوبې کړي چې یوه یې له پاپوانیوګیني ګټلې او خپله دوهمه لوبه یې پاکستان ته بایللې ده.

افغان لوبډله د سي ګروپ په درېیم مقام کې ده او زیمبابوې هم ترې د رن ریټ له مخې، وړانده ده.

خو کرکټ بورډ وايي، لوبغاړو او لوبډلې له تېرو زده‌کړه کړې او نن به ښه لوبه وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "دا لوبه د افغان لوبډلې لپاره یو فرصت دی، ځکه د دې لوبې په ګټلو سره افغانستان ته دا فرصت پیدا کېږي چې د نړیوال جام سیالیو راتلونکي پړاو ته لاره پیدا کړي."

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل: دا لوبه د افغان لوبډلې لپاره یو فرصت دی
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل: دا لوبه د افغان لوبډلې لپاره یو فرصت دی

افغان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې په نړیوال جام کې له لوبېدو وړاندې په همدې جوړښت د اسیايي جام سیالۍ وکړې چې پایله یې ګټوره نه وه.

د کرکټ نوولس کلنه لوبډله د هر هېواد د کورني کرکټ محصول دی چې لوبغاړي یې راتلونکي کې ملي لوبډلې ته هم لار پیدا کوي.

کرکټ بورډ ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د کورني کرکټ د ودې لپاره ډېر پلانونه نیولي او هڅه کوي چې په اېرو کې پټ لعلونه ومومي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG