د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

کرکټ؛ افغان لوبډله د نیدرلنډ خلاف سیالیو لپاره قطر ته لاړه


افغان کرکټ ملي ټیم
افغان کرکټ ملي ټیم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د نیدرلنډ خلاف درېیو یو ورځنیو سیالیو لپاره قطر ته روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي چې د افغانستان او نیدرلینډ ترمنځ په درې یو ورځنۍ لوبې چې د «ورلډ کپ سوپر لیګ» برخه هم ده د جنورۍ په ۲۱ مه، ۲۳ مه او ۲۵ مه نېټه ترسره شي.

د خبرې پانې له مخې، د یادو سیالیو کوربه‌توب د افغانستان په غاړه دی چې په قطر هېواد کې ترسره کېږي.

که څه هم تر اوسه د لوبډلې وروستی نوملړ نه‌دی اعلان شوی، خو د کرکټ بورډ له‌خوا په خپور شوي تصویر کې ټول«۲۰» لوبغاړي ښکاري.

تمه کېږي چې راشد خان، محمد نبي، ظاهر خان، قیس احمد او رحمن‌الله ګربز چې دا مهال له افغانستان بهر دي هم ډېر ژر په قطر کې له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

XS
SM
MD
LG