د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

د افغانستان کرکټ بورد په ۲۰۲۲ کال کې د کرکټ ۹ تورنمنتونه ترسره کوي


د ۲۰۲۰ کال شپږیزه لیګ
د ۲۰۲۰ کال شپږیزه لیګ

د افغانستان کرکټ بورد په ۲۰۲۲ کال کې د کرکټ څو کورني تورنمنتونه ترسره کوي.

د کرکټ بورډ اداری له لوري په خپره شوې اعلامیې کې ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې به د وزیر محمد اکبر خان دویمه او لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ، د زونونو په کچه له ۱۶ کلنو کم عمره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ، ملي شل اورېز جام سیالۍ، د زونونو په کچه درې-ورځنۍ سیالۍ، د جون او جولای په میاشتو کې د شپږېزه کرکټ لیګ، د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ او د معلولیت لرونکو لوبغاړو د ۵ زونونو ترمنځ په کونړ ولایت کې د کرکټ سیالۍ هغه ټورنمنتونه دي چې په دی کال کې به ترسره شي.

د ۲۰۲۲ کال وروستۍ سیالۍ د غازي امان الله خان تر نامه لاندې د کورني کرکټ سترې یو ورځنۍ سیالۍ دي.

د کرکټ بورد اداری په وینا، دغه سیالۍ چې د کرکټ په ډګر کې د غوره څېرو د پیژندلو په هدف ترسره کیږی، په کې به د ملی ټیم د لوبغاړو سربېره، د ولایتی لوبډلو لوبغاړی هم برخه واخلي.

کرکټ بورد د کرکټ په ډګر کې د غوره څېرو د پیژندلو او دغه راز په ملی ټیم کې د هغوی د ځای په ځای کېدو په برخه کې د تېرو کلونو ټورنمنتونه ګټور بولي.

XS
SM
MD
LG