د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

تر ۱۹ کلونو د کم عمر کرکټ نړیوال جام لوبې سبا په ویسټ اېنډیز کې پیلېږي


د کرکټ له ۱۹ کلونو کم عمره لوبغاړي
د کرکټ له ۱۹ کلونو کم عمره لوبغاړي

تر ۱۹ کلونو د کم عمر کرکټ نړیوال جام لوبې سبا په ویسټ اېنډیز کې پیلېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسؤل فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د لوبو په مهال وېش کې بدلون راغلی دی.

هوتک وایي:" د افغانستان ۳ لوبې دي، ټاکل شوې وه چې د افغانستان لومړۍ لوبه په ۱۶ ترسره شي خو اوس په ۱۸مه نېټه ده، لومړۍ لوبه له پاپو نیوګیني سره په ۱۸ د جنوري، دوهمه د جنوري په ۲۰مه له پاکستان سره او درېیمه د جنوري په ۲۲ له زمبابوې سره."

تمه ده چې افغان لوبډله نن ویسټ اېنډیز ته ورسېږي.

دې لوبغاړو د ویزو د اخیستو ستونزه لرله چې له همدې امله یې ویسټ اېنډیز ته سفر وځنډېدو.

XS
SM
MD
LG