د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشره لوبډله نن پاکستان سره مخ کیږي


د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشره لوبډله
د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشره لوبډله

د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشره لوبډله به نن پنجشنبه (د مرغومي ۳۰مه) د پاکستان پر وړاندې د مسابقې میدان ته راووځي.

دا په وېسټ انډیز کې د کرکټ تر نولسو کلونو د کشرو لوبډلو په نړیوال جام کې د افغانستان دوهمه سیالي ده.

وړمه ورځ (سې شنبې) افغان لوبډلې پاپونیوګینې ته په ۱۳۳ منډو ماتې ورکړه.

د افغانستان او پاکستان د کرکټ تر نولسو کلونو د کشرو لوبډلو سیالي به د افغانستان په وخت د مازدیګر په ۵ بجې د وېسټ انډیز په تاروبا لوبغالي کې پیل شي.

تر نړیوال جام مخکې د پاکستان تر نولسو کلونو کشرې لوبډلې په اسیايي جام کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG