د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

د افغانستان کرکټ بورډ د هالنډ پر وړاندې لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه


افغان لوبډله
افغان لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ د هالنډ پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان کړه.

د بورډ په اعلامیه کې راغلي چې د جنوري له ۲۱مې پيلیدونکو درېیو یو ورځنیو لوبو لپاره غوراوي کمېټې اتلس لوبغاړي غوره کړل.

د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ دې لوبډله کې د وتلیو لوبغاړو راشد خان، مجیب الرحمن او ګلبدین په څېر څو ځوان لوبغاړي هم شامل شوي.

په دې ډله کې د ریاض حسن، عظمت الله عمرزي، شاهدالله کمال او فضل الحق فاروقي نومونه د یادولو دي.

دا لوبغاړي د قطر پلازمېنه دوحه کې له دوه اوونیو تمریني کمپ وروسته انتخاب شوي.

د هالنډ پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم دا درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې د کرکټ د نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو په لړ کې دي.

د لوبو ګټل دواړو ټيمونو ته خورا مهم بلل شوي ځکه له همدغسې لوبو به د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته هم ټيمونه لار پیدا کوي.

هالنډ او افغانستان په قطر کې سره لوبې کوي.

XS
SM
MD
LG