د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هالنډ ته ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هالنډ له لوبډلې سره
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هالنډ له لوبډلې سره

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون جمعه (د سلواغې ۱) له هالنډ (نېدرلنډ) سره د یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي وګټله.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دې یو ورځنیو نړیوالو ۵۰ اووریزو لوبو د لړۍ کوربه افغانستان دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک له بېګانۍ لوبې وروسته له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا بریا مهمه وبلله: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ پنځوس اوویزه لوبه کې د نيدرلنډ لوبډلې ته د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. د یادونې وړ ده چې دا لوبې د دواړو هېوادونو لپاره خورا مهمې دي. ځکه له همدې لوبو څخه لوبډلې کولی شي چې نېغ په نېغه نړیوال جام ته لاره پیدا کړي."

له هالنډ سره د افغانستان دوه نورې پنځوس اووریزې سیالۍ سبا او بل سبا په پام کې دي.

په همدې حال کې له ۱۹ کلونو د کم عمره لوبغاړو په نړیوال جام کې افغان لوبډله نن د زیمبابوې پر وړاندې لوبه کوي. افغانستان او زیمبابوې دواړه په دې جام کې یوه بریا او یوه ناکامي لري.

XS
SM
MD
LG