د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

خلیلزاد: راروان لوی اختر کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي


ارشیف، د ۲۰۱۸میلادي کال اوربند
ارشیف، د ۲۰۱۸میلادي کال اوربند

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون جمعه (د چنګاښ ۲۵مه) په تاشکند کې په یو مهم سیمه ییز کنفرانس کې د ګډون پر مهال هیله څرګنده کړه چې په را روان لوی اختر کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وشي.

ښاغلي خلیلزاد پرون جمعه د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د سیمه ییزو اړیکو د کنفرانس په څنډه کې له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې دا څرګندونې وکړې.

خلیلزاد وویل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې د طالبانو تعبیر دا دی چې سیاسي موافقه باید له اوربند مخکې وي او دواړه باید په یوه وخت کې اعلان شي، خو هغه وویل چې اوس مهال د اختر په ورځو کې د لنډمهال لپاره د اوربند امکان شته.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد ویلي چې که په اختر کې پر اوربند موافقه وشي نو امکان لري چې نتیجه یې په اوږد مهال کې د تاوتریخوالي کمېدل وي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد ویلي چې که په اختر کې پر اوربند موافقه وشي نو امکان لري چې نتیجه یې په اوږد مهال کې د تاوتریخوالي کمېدل وي.

خلیلزاد زیاته کړه: "تر کومه ځایه چې د لنډمهالي اوربند یعنې د تاوتریخوالي د کمېدو یا د جګړو د پرله پسې کمېدو خبره ده، هغه څه چې امکان یې شته دا دي چې پوهېږئ په راتلونکو څو ورځو کې به لوی اختر وي. هیله من یم چې په دې ورځو کې به د اوربند اعلان وشي. زما تمه دا ده چې دا کار به وشي او دوهم امکان دا دی چې اوربند د اختر تر ورځو وړاندې وغځېږي او ورپسې د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه موافقه وشي."

ښاغلي خلیلزاد ټینګار وکړ چې طالبان په افغانستان کې د جګړې له لارې پوره بریا ته نه شي رسېدی او خبرداری یې ورکړ چې که له افغان حکومت سره د سولې یوې موافقې ته ونه رسېږي، نو متحدایالات به د طالبانو په مشرۍ د زور له لارې واک ته رسېدلی دولت په رسمیت ونه پېژني.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د طالبانو وروستیو حملو او د جګړې په نتیجه کې د پراخو سیمو نیولو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، ده دا تمه لرله چې طالبان به هغه سیمې چې مخکې یې کلابندې کړې وې او نیولې یې نه وې ونیسي، خو ده زیاته کړه چې په دومره چټکۍ د دومره پراخو سیمو د لاندې کولو تمه یې نه درلوده.

افغان حکومت تور لګوي چې له طالبانو سره له بهره مرسته کېږي او چارواکي په دې برخه کې په څرګنده د پاکستان نوم اخلي.

ولسمشر اشرف غني د تاشکند په غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې په تېره یوه میاشت کې شااوخوا لس زره طالبان د پاکستان له خاورې د جګړو لپاره د طالبانو په لیکو کې افغانستان ته ننوتي دي.

ولسمشر اشرف غني وویل، تېره یوه میاشت کې لس زره طالبان له پاکستانه د جګړو لپاره افغانستان ته ننوتي دي.
ولسمشر اشرف غني وویل، تېره یوه میاشت کې لس زره طالبان له پاکستانه د جګړو لپاره افغانستان ته ننوتي دي.

ښاغلي غني زیاته کړه: "استخباراتي اټکلونه ښيي چې له لسو زرو زیات جهادي جنګیالي په تېره یوه میاشت کې له پاکستان او نورو ځایونو افغانستان ته ننوتي او ښيي چې د دوی ملګرې نړیوالې تروریستي ډلې یې ملاتړ کوي. په نړیوالو معتبرو څارونکو کې دا اجماع شته چې طالبانو له نړیوالو تروریستي ډلو سره د اړیکو د پرې کولو په برخه کې هېڅ راز اقدام نه دی کړی."

د ولسمشر غني د دې واضحو څرګندونو په ځواب کې د پاکستان صدراعظم عمران خان یو ځل بیا د خپل حکومت د انکار دریځ تکرار کړ: "ولسمشر غني اجازه راکړئ تاسو ته ووایم، هغه هېواد چې په افغانستان کې د ناامنیو ډېر زیان ور رسېږي پاکستان دی. د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې پېښېږي د پاکستان ګرمول ډېره بې انصافي ده. ما کابل ته سفر وکړ، که د سولې غوښتونکی نه وای نو ولې به مې کابل ته سفر کاوه."

د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ تند انتقادونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:22 0:00

زلمی خلیلزاد په نژدې ورځو کې اوربند ته داسې مهال خوشبیني څرګندوي چې د افغانستان د ملي مصالحي د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او ورسره پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره پرون دوحې ته وخوځېد.

ښاغلي عبدالله له روانېدو مخکې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې وویل چې دا پلاوی ټول شموله دی او د افغانستان دولت پوره صلاحیت ورکړی دی.

جهادي مشران او قوماندانان کریم خلیلي، عطامحمد نور، د عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم او ځینې نور د دې پلاوي غړي دي.

عبدالله وویل چې په پلاوي کې ښځې هم شاملې دي، خو ده یې نومونه یاد نه کړل.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG