د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

اشرف غني: د طالبانو او د هغوی د ملاتړو مقابلې ته اماده یو


محمد اشرف غني په ازبکستان کې د منځنۍ او جنوبي اسیا د سیمه‌ییز اتصال غونډې ته د وینا پر مهال
محمد اشرف غني په ازبکستان کې د منځنۍ او جنوبي اسیا د سیمه‌ییز اتصال غونډې ته د وینا پر مهال

افغان جمهور رئیس وايي، د طالبانو او د هغوی د ملاتړو مقابلې ته تر هغې دوام ورکوي چې دغه ډله د خبرو له لارې د روانې کشالې حل ممکن ونه‌ګڼي.

محمد اشرف غني په ازبکستان کې د منځنۍ او جنوبي اسیا د سیمه‌ییز اتصال غونډې ته خبرو کې اعلان وکړ چې افغان حکومت د طالبانو مقابلې ته چمتو دی.

د ښاغلي غني په خبره، که څه هم پاکستان ژمنه کړې چې طالبان د سولې خبرو ته حاضروي، خو طالبان اوس د خبرو پر ځای غواړي د جګړې له لارې واک ترلاسه کړي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې طالبان هېڅکله نه‌شي کولای د زور له لارې واک ترلاسه کړي.

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني تاشکند کې غوندې ته د وینا پر مهال
د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني تاشکند کې غوندې ته د وینا پر مهال

محمد اشرف غني وايي: "موږ د طالبانو او د هغوی د ملاتړو مقابلې ته تر هغې اماده یو چې دوی په دې حقیقت پوه شي چې د وړاندې تګ او همداراز د روانې کشالې یوازنۍ حل لاره خبرې اترې دي، نو له همدې کبله په طالبانو غږ کوو چې له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې ښکېل شي، جګړې او ویجاړۍ ته د پای ټکی کېږدي، همداراز په پاکستان هم غږ کوو چې له خپل نفوذه په استفادې په افغان سوله کې مهم رول ولوبوي."

جمهور رئیس د خپلې وینا په یوې برخه کې وویل، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په تېره یوه میاشت کې ۱۰ زره جنګیالي د جګړې لپاره له پاکستان افغانستان ته راغلي دي.

هغه همداراز د پاکستان اړیکو ته په اشارې سره وویل، که څه هم پاکستان تل د وسله‌والو طالبانو د ملاتړ خبره رد کړې، خو اوس شواهد دا ښیي چې د دوی په خاوره کې وسله‌وال پټنځایونه لري.

افغان ولسمشر تمه وښوده چې افغان ځواکونه کولای شي روان حالت کابو کړي.

ښاغلی غني زیاتوي: "موږ د الله پاک په نصرت او د خپلې وطنپالنې له مخې باور لرو چې کولای شو ننګونې په فرصتونو بدلې کړو."

تاشکند کې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او پاکستان صدراعظم عمران خان لیدنه
تاشکند کې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او پاکستان صدراعظم عمران خان لیدنه

جمهور رئیس د ازبکستان د منځنۍ او لوېدیځې اسیا د سیمه‌ییز اتصال په نړیوال کنفرانس کې د هند، امریکا او د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره هم لیدلي.

د جمهوري ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې جمهور رئیس نن د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره لیدلي او دواړو خواوو په مهمو مسایلو خبرې کړي.

XS
SM
MD
LG