د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

ملي ارمان: د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې پر موسیقۍ بندیز لګول شوی


وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د جګړې د زیانونو، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې سخت ژوند، د افغان حکومت په ننګه او پر ضد یې د لاریونونو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان لیکلي، په هغو ولسوالیو کې چې د طالبان د لاس لاندې دي، دوی خپل قوانین عملي کوي، په موسیقۍ بندیز لګول شوی.

د لیکوال د معلوماتو له مخې هغه څه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي، د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې له بشري حقونو سرغړونه په کې تر سترګو کېږي.

د سرمقالې لیکوال ټېنګار کوي چې د بشري حقونو د خوندیتوب بنسټونه باید په دې اړه څېړنه وکړي او هغه څه خلکو ته ښکاره کړي چې واقعیت ولري.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې بیا په پاکستان کې د طالبانو په ملاتړ په لاریونونو نیوکه کړې او برعکس یې په افغانستان کې د افغان حکومت په ملاتړ لاریونونه ستایلي دي.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه هغه وخت را پورته شول چې دې ډلې د عامه تاًسیساتو په ورانولو لاس پورې کړ.

افغانستان کې بل شوی اوسنی اور به د پاکستان تر کورونو ورسېږي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې طالبان سولې ته غاړه نه ږدي، جګړې یې زیاتې کړي، خپلو بریدونو او د عامه تاسیساتو ورانونو ته یې زور ورکړی.

په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان روان ناوړه وضعیت به په سیمه او په ځانګړي توګه پر پاکستان ناوړه اغېز وکړي او امنیتي وضعیت به یې ور خراب کړي.

لیکوال ټېنګار کوي چې پاکستان باید سر له اوسه د افغانستان حالت درک کړي، له افغان حکومت او افغان ولس سره دې ودرېږي، که نه په افغانستان کې بل شوی اوسنی اور به د دوی تر کورونو ورسېږي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي چې د افغان ولس وضعیت د ملت په توګه ورځ تر بلې خرابیږي، د جګړې اوږدېدو زموږ د ملت مادي او معنوي هستۍ لوټ کړې، په هېواد کې هغه خویونه -عادتونه چې پخوا عیب بلل کېدل اوس د فخر باعث ګرځي.

په سرمقاله کې راغلي، حکومتدارۍ د خلکو د خدمت پرځای د امتیازونو په را ټولولو او فیسبوکي تبلیغاتو پورې محدوده شوې ده.

د لیکوال د معلوماتو له مخې په کوم ولایت کې چې امنیتي وضعیت خراب شي، نو والیان پوځي کالي واغوندي، ټوپک غاړې ته واچوي، په زرې لرونکي موټر کې ځان تر یوې دښتې ورسوي او په داسې حال کې چې ساتونکو محاصره کړي وي او تر وسله والو کسانو کمره مینان ور سره ډېر وي، یو څو عکسونه واخلي په فیسبوک کې یې شریک کړي او دفتر ته ستون شي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې د روان حالت او جګړې له امله فقر هره ورځ زیاتیږي، د بې ځایه شوېو افغانانو شمېر تر څلور نیم میلیونه اوښتی او ځوانان له وطنه په تېښته دي.

لیکوال ټېنګار کوي چې له دې چارې د خلاصېدو یوازې یوه لاره پاتې چې هغه هم سوله ده او د ورور وژنې بندول او خاتمه ده.

XS
SM
MD
LG