د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

د جګړې لامل زموږ د 'سرتېرو وتل نه‌دی، افغانستان له ۴۳ کلونو' راهیسې جګړه کې دی


د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی وايي، د افغانستان په تېر ۴۳ کلن تاریخ کې لومړی ځل دی چې د دې هېواد په جګړه کې ښکېلې خواوې له یو بل سره خبرو ته ناست دي.

زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ د بیروت انستیتوت له‌خوا جوړ شوي انلاین سمینار ته، د هغو اندېښنو په اړه چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پرېکړه به دې هېواد کې کورنۍ جګړه رامنځته کړي وویل "حقیقت دا دی چې افغانستان له ۴۳ کلونو راهیسې په جګړه کې دی."

نوموړی وايي "داسې نه‌ده چې له افغانستان څخه زموږ تر وتلو مخکې دغلته سوله وه او زموږ وتلو اوس د جګړې په ډګر بدل کړی دی."

د زلمي خلیلزاد په وینا "طالبانو په وروستیو کلونو کې چې امریکا هم افغانستان کې وه هر کال پرمختګ کاوه."

زلمي خلیلزاد د بیروت انستیتوت په دې انلاین سمینار کې د افغانستان د راتلونکې په اړه شته اندېښنو ته په پام وویل "د افغانستان وروستي تاریخ ته په پام سره، دا خورا اسانه کار دی چې د راتلونکې په اړه بدبینانه نظر ولرو او ووایو چې ښايي یوه اوږده جګړه رامنځته شي، افغانان سره جوړ نه‌راځي، سیمه همکاري نه‌کوي او له همدې امله ګډوډي او ترهګري ده، دا اسانه ده چې د افغانستان وروستي تاریخ ته په پام داسې اټکل وکړو."

خو نوموړي زیاته کړه "زه فکر کوم چې یو بدیل راتلونکی هم شته او دا هماغه راتلونکی دی چې زما په باور موږ ټول‌یې باید د ملاتړ لپاره سره یوځای شو."

زلمي خلیلزاد د طالبانو او امریکا ترمنځ په هغو خبرو کې د امریکايي لوري استازیتوب کاوه چې په پایله کې یې په د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د "افغانستان ته د سولې د راوستلو" په نوم تړون لاسلیک شو.

په دې تړن کې امریکا منلې چې که طالبان له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي او تاوتریخوالی راکم کړي، نو امریکايي سرتېري به له افغانستان څخه ووځي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون

د دې تړون منتقدان وايي چې په دې تړون کې د افغانستان د منتخب حکومت غوښتنو ته پام نه‌دی شوی او طالبانو ته زیات امتتیازونه ورکړل شوي دي.

خو زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د دې تړون دفاع وکړه او ویې‌ویل، ۲۰ کاله‌یې د افغان او طالبانو ترمنځ د خبرو او تړون هڅه وکړه او طالبانو ومنله چې که چېرې د سرتېرو د وتلو په سر د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه وشي، نو دوی به افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

د خلیلزاد په وینا اوس څو لسیزو کې لومړی ځل دی چې افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې یو بل سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG