د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

نادر نادري: وسله والو طالبانو ۲۹ ولایتونو کې ۲۶۰ عامه تأسیسات ویجاړ کړي


آرشیف٬ په تخار کې هغه سوځیدلی ښوونځی چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی.
آرشیف٬ په تخار کې هغه سوځیدلی ښوونځی چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ارزونې له مخې په افغانستان کې د جګړو د شدت له پیله تر اوسه پورې، د ۲۹ ولایتونو په ۲۲۶ ولسوالیو کې ۲۶۰ عامه تأسیسات ویجاړ شوي دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس نادر نادري د پنجشنبې (د چنګاښ ۲۴مه) په ورځ کابل کې له پېښو شوېو زیانونو او د دغې ادارې د کار کوونکو په اړه وویل، ددې تاسیساتو په ویجاړیدو سره شااوخوا ۱۳میلیونه خلک له ملکي خدمتونو بې برخې شوي دي.

ښاغلي نادري زیاته کړه: "ډېری ودانۍ سوځول شوي، الوزول شوي او ویجاړ شوي، دې کار د خلکو ملکیت ته کابو ۵۰۰ میلیونه ډالره زیان اړولې دی، همداشان عامه پروژې لکه د ښوونځیو جوړول د جنګونو له امله ودرېدلې، له دې ډلې شااوخوا ۱۱۲یې یوازې په تخار ولایت کې ودرېدلې."

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس نادر نادري
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس نادر نادري

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې د جګړو د شدت او د سیمو د سقوط په بهیر کې د دغې ادارې ۴۰۰۰ کار کوونکي له خپلو سیمو بې ځایه شوي او په ۸۵ ولسوالیو کې عامه شتمنۍ سل په سلو کې چور شوي دي.

یو شمېر خلک د دې ویجاړیو شاهدان دي له ډلې یې نصیره محمدي په دې وروستیو کې له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره له بادغیسه هرات ولایت ته تللې ده.

دې د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د جګړو د شدت له امله د کور هر څه پرې ایښې او هرات ولایت ته کډه شوې ده.

دا وايي، طالبانو په بادغیس کې د نجونو ښوونځي وسوځول او ځینې دولتي ودانۍ یې ویجاړې کړې: "طالبانو په بادغیس ولایت کې عامه تاسیسات ویجاړ او د نجونو ښوونځي یې وسوځول، په ښځو کې يې وېره پیدا کړه. زه چې خبریاله یم له ګواښ سره مخ وم، مجبوره شوم هرات ته راشم."

که څه هم د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس د دغه وضعیت لامل طالبان ګڼي، ځکه چې دا زمینه یې برابره کړې ده، خو طالبان یې نه مني.

آرشیف٬ د فاریاب په دولت اباد کې رامنځته شوې ویجاړۍ
آرشیف٬ د فاریاب په دولت اباد کې رامنځته شوې ویجاړۍ

طالبان وایي، کومې ولسوالۍ یې چې نیولي، عامه تاسیسات یې ساتلي او له ټولو ملکي کار کوونکو یې غوښتي چې خپلو کارونو ته ورستانه شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: "هېڅ مثال نه شي وړاندې کولې چې موږ دې نیولي سیمې ویجاړې کړي وې او فعالیت دې په کې نه وي. موږ چې ۱۹۳ولسوالۍ نیولي، بې مثال امنیت مو په کې ټینګ کړی، ټولو موسساتو سره تماس نیولی چې خپل کارونه پیل کړي."

طالبان په داسې حال کې د رسېدلو زیانونو خبرونه ردوي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریيس ویلي، د ملکي خدمتونو شااوخوا ۵۰ زره کار کوونکي د مستقیمو یا غیر مستقیمو ګواښونو له امله زیانمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو قوانینو له مخې، عامه ودانۍ له هر ډول تېري څخه خوندي دي .

XS
SM
MD
LG