د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

د افغانستان بشر حقونو کمېسیون افغان پوځ او طالبان د بشري حقونو په نقض تورن کړل


لغمان کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ جګړه کې ټپيان شوي کسان
لغمان کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ جګړه کې ټپيان شوي کسان

د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، طالبانو او افغان ځواکونو د جګړې پر مهال د بشري حقونو قوانین نقض کړي.

دغه کمېسیون د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۴» د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د چنګاښ یا سرطان میاشتې په لومړیو ۱۵ ورځو کې ۱۹۱ ملکي کسان وژل شوي او ۱،۰۵۹ نور ټپیان دي.

په دې اړه د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په یوه تازه خپور شوي راپور کې ویل شوي چې په وژل شویو کې ۱۴۸ نارینه، ۱۴ مېرمنې او ۲۹ ماشومان دي.

په راپور کې راغلي، هغه سیمې چې د طالبانو تر واک لاندې دي، د بشر حقونو ټول موارد په‌کې تر پښو لاندې شوي. دغه‌شان د جګړې ښکېلې خواوې په دې تورن شوي چې د ملکي کسانو د خوندیتوب لپاره‌یې هېڅ ډول تدابیر په پام کې نه‌دي نیولي.

ارشیف، کابل کې د یوې چاودنې ټپي روغتون ته د لېږدولو پر مهال
ارشیف، کابل کې د یوې چاودنې ټپي روغتون ته د لېږدولو پر مهال

په دې راپور کې همدا شان ویل شوي، هغه سیمې چې طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوستي هلته په مېرمنو د ټولو نړیوالو اصولو خلاف محدویتونه وضع شوي دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په خپور شوي راپور کې فاریاب، کندز او بدخشان هغه ولایتونه ښودل شوي چې د طالبانو له لوري په‌کې ځیني محدویتونه لګول شوي.

له محرم پرته له کوره د مېرمنو وتل، له تعلیمي او روغتیايي اسانتیاوو څخه د خلکو محرومیت او ځیني نور هغه محدودیتونه دي چې په دې راپور کې ورته اشاره شوې ده.

د دې کمېسیون ویاند شکرالله مشکور په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "سره له دې چې موږ د طالبانو له لوري نیول شویو سیمو ته لاسرسی نه‌لرو، خو د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون موندنې ښیي چې طالبانو په خپلو سیمو کې ځیني محدودیتونه وضع کړي دي چې د ولس لپاره د اندېښنې وړ دي."

د دې کمېسیون په خپور شوي راپور کې راغلي، د روانې لمریزې میاشتې په لومړیو ۱۵ ورځو کې ۷۸ زره ۹۱۱ کورنۍ د جګړې له امله بې‌ځایه شوي.

د فاریاب له اقچې ولسوالۍ د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ
د فاریاب له اقچې ولسوالۍ د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ

په ورته وخت کې، د بشر حقونو نړیوال کمېسیون د مېرمنو برخې مشره هیدر بار بیا په افغانستان کې د بشر حقونو وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی او ویلي دي چې په دې وضعیت کې ډېری قربانیانې مېرمنې دي.

اغلې بار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل : "دا راپور د افغان حکومت او طالبانو له لوري د تاوتریخوالي، جنګي جرمونو، هدفي وژنو، د ملکي اهدافو په نښه کولو او همداراز د عامه تأسیساتو په ویجاړولو متمرکز دی، زموږ له نظره یاد شوي ټول موارد د نړیوالو جنګي قوانینو سره په ټکر کې دي، د اندېښنې وړ بله موضوع دا ده، هغه سیمې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او یا هم نیسي، دوی په‌کې د خپلې پخوانۍ دورې په څېر ځیني محدویتونه وضع کوي."

اغلې بار له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې او وايي چې افغانان د سولې غوښتونکي دي.

که څه هم افغان حکومت په دې اړه د ازادي راډیو اړیکې ځواب نه‌کړې، خو له دې وړاندې یې بار بار طالبان د ملکي تلفاتو د زیاتېدو عاملین بللي دي.

کندز کې د افغان ځواکونو عملیات
کندز کې د افغان ځواکونو عملیات

خو طالبانو دغه راپور یو اړخیز بللی. د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون خپور شوی راپور یو اړخیز دی او دغه ډله د ملکي تلفاتو د خوندیتوب لپاره جدي هڅه کوي.

ښاغلي مجاهد د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د محدویتونو خبره هم رد کړه او وايي چې یوازې د کندز ولایت د باغ شرکت په سیمه کې شااوخوا ۱۵۰ کورنیو ته د سیمې د پرېښودو امر شوی دی.

ښاغلی مجاهد وايي، دا کورنۍ د دې لپاره د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې چې د دې کورنیو په ګاونډ کې پوځي پوستې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره طالبانو د مې میاشتې له لومړۍ نېټې خپل بریدونه زیات کړي چې په پایله کې یې ګن شمېر ولسوالۍ هم د هېواد بېلابېلو سیمو کې نیولي.

XS
SM
MD
LG