احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي.
په بلوچستان ایالت کې وسله وال جنګیالي ادعا کوي چې پر یوه اورګاډي د برید پرمهال یې ۱۸۲ کسان یرغمل کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وايي چې پر اوکراین د روسې پراخو عملیاتو ته په پام سره دی پر روسیې د پراخو بندیزونو د لګولو په اړه غور کوي.
نړیوال نن د مارچ اتمه، د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ لمانځي. په دې مناسبت د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو، نړیوالو ادارو او فعالانو د پیغامونو په سر کې له افغان ښځو سره د طالبانو د حکومت د چلند یادونه شوې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش له حماس ډلې غوښتنه کړې چې د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو بهیر ونه دروي او د اوربند له موافقې سره سم پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
څو شېبې وروسته له دې چې پر چین د متحده ایالتونو له خوا د تعرفې د لوړولو پرېکړه عملي شوه، چین له امریکا څخه پر وارداتو د تعرفې د لوړولو اعلان وکړ.
اسراییل دې کورنیو ته وروسته له هغه خپلو ویجاړو مېنو ته د ستنېدو اجازه ورکړه چې حماس ډلې د اونۍ په پیل کې د دریو اسراییلي برمته وو له خوشې کولو او د اسراییلو پوځ د غزې له اصلي دهلیزې څخه له وتلو سره موافقه وکړه.
په هند کې د هغې مرموزې ناروغۍ په اړه تحقیقات پیل شوي دي چې ۱۷ کسان یې وژلي دي.
د سعودي عربستان وايي، دا هېواد هڅه کوي چې پر سوریې د نړیوالو له خوا لګول شوي بندیزونه لیرې شي.
د بښنې نړیوال سازمان د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړي چې د افغانستان په اړه په خپلو تحقیقاتو کې د بشري حقونو ټولې سرغړونې شاملې کړي.
له سودان څخه رارسېدلي راپورونه وايي، د پلازمېنې خرطوم پر شاوخوا سیمو د راکټي حملو په نتیجه کې لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. مرستندویې ډلې وايي چې دا د تلفاتو لومړنۍ شمېرې دي او ښايي د مړو په شمېر کې نور زیاتوالی هم راشي.
په داسې حال کې چې د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې کړکېچ په زیاتېدو دی، د پاکستان د صدراعظم سلاکار رانا ثناالله پرون وویل پاکستان دا حق لري چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي پرضد عملیات وکړي.
نور راوښيه