د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ملي شورا یو پلاوی د حکومت او د اعتراض کوونکو ترمنځ منځګړیتوب کوي او تردې مهال یې له دواړو خواو سره څو ناستې درلودې.
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیبالله ازاد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، حکومت تمه لري چې د نن ورځ تر پایه اعتراض کوونکي د تحصن خیمې ټولې کړي.
دی وايي:
"موږ ارزو لرو او حکومت هم ارزو لري چې د نن ورځ تر پایه اعتراض کوونکي خپلو اعتراضونو ته د پای ټکی کېږدي، دوی چې هر قانوني شکایت او ستونزه لري حکومت یې اورېدو ته چمتو دی، موږ له دوی سره کېنو که دوی د قانون په چوکاټ کې شکایت لري حکومت یې شکایت ته رسیده ګي کوي."
اعتراض کوونکي د تېرې جمعې له ورځې راهیسې په کابل ښار کې د تحصن خیمې وهلې.
دغه اعتراضونه وروسته له هغې پيل شول چې د تېرې جمعې په ورځ یو شمېر کابل ښاریانو د تېرې اوونۍ د چهارشنبې د ورځې د خونړۍ پېښې په غبرګون کې مظاهره وکړه چې په تاوتریخوالي بدله شوه.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د ملي شورا یوه پلاوي د حکومت او اعتراض کوونکو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې پیل کړي دي.
په عین حال کې د اعتراض کوونکو ویاند فهیم فطرت د جمعې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د دوی له استازو سره د ملي شورا د پلاوي ناستې تائید کړې.
د نوموړي په وینا په دغه ناسته کې اعتراض کوونکو لهخوا یو ځل بیا په هغې پخوانۍ غوښتنې چې د ملي امنیت د سلاکار ګوښه کول دي ټینګار شوی.
ښاغلی فطرت وايي، ترهغې چې د دوی غوښتنو ته رسیدهګي نهوي شوې د تحصن خیمې به ړنګې نهکړي.
نوموړی وايي:
"موږ د هر ډول خبرو او مذاکرو هرکلی کوو، خو زموږ خیمې به تر هغې پورې ولاړې وي چې زموږ مشروع غوښتنې او قانوني مطالباتو ته ځواب نهوي ورکړل شوی، نه یوازې خیمې به ړنګې نهشي بلکې د ښار په څو نورو ځایونو کې به هم ودریږي."
ښاغلي فطرت همدا شان زیاتوي د ملي شورا پلاوي ژمنه کړې چې د دوی غوښتنې به د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره له نېږدې شریکې کړي.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د تحصن د خیمو درول کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي.
راپور: رحمت الله افغان