د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

کابل ښار کې تر امر ثاني پورې هر ډول مظاهرې بندې شوې


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د «کابل پروسې» په نوم جوړېدونکي نړیوال کنفرانس په خاطر تر بل امر پورې په کابل ښار کې هر ډول مظاهرې بندې دي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، حکومت په لوړه کچه د دغه کنفرانس لپاره چمتو والی نیولی دی، خو مظاهرې یې په وړاندې ستونزې او خنډونه جوړولای شي.

موراد علي مراد.
موراد علي مراد.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه کنفرانس چې موږ یې په مخ کې لرو ډېر مهم کنفرانس دی او ټولو مظاهره کونکو ته وایو چې تر بل امر پورې له هر ډول مظاهرو ډډه وکړي ځکه چې ګواښونه په دومره کچه لوړ دي چې دې موضوع ستاسې امنیتي ځواکونو ته لا اندېښنې پیدا کړي دي."

دا کنفرانس د شااوخوا ۲۷ هېوادونو او ځينو نړیوالو سازمانونو په ګډون د راتلونکي سې شنبې په ورځ په کابل کې جوړېږي.

له دې وړاندې جمهوري ریاست ویلي چې د کابل پروسې په کنفرانس کې به نړیوالو ته د پاکستان د لاسوهنو او له ترهګرو څخه د دغه هېواد د ملاتړ په اړه ټول اسناد وښيي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب ازاد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل په کابل کې د چهارشنبې ورځې موټر بم حمله چې پړه یې پر پاکستان اچول شوې هم د دغه کنفرانس د بحث یوه برخه ده.

د کورنیو چارو وزارت داسې مهال دا خبرداری ورکوي چې کابل د جمعې په ورځ له تاوتریخوالي د ډکو مظاهرو شاهد و او شنبه هم اعتراض کوونکو خپل اعتراضونه جاري ساتلي و.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د جمعې د ورځې په مظاهره کې څلور مظاهره کوونکي وژل شوي او ۱۹ پولیسو او ۵ ملکي کسان ټپیان شوي دي.

مظاهرکوونکو ویلي چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر استعفاوو به خپلو مظاهرو او اعتراضیه غونډو ته دوام ورکوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې اداري پلاوی هم وايي، که چېرې مظاهرې د یاد کنفرانس د جوړېدو په وړاندې ستونزې جوړوي باید مخنیوی یې وشي.

د دغې جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان ازادي راډيو ته وویل مظاهره کونکو ته ښايي چې د هېواد د ملي ګټو په خاطر خپل اعتراضونه وځنډوي.

عرفان الله عرفان.
عرفان الله عرفان.

نوموړي زیاته کړه:

"مظاهرې، غونډې او اعتراضونه د ولس حق دی خو په دې شرط چې هغه سوله یيزې وي او که چیرې داسې مهم کنفرانس وي او مظاهره یې مخه نیسي، په دې صورت کې په کار ده چې دوه درې ورځې انتظار وشي."

دی وايي، اعتراض کوونکي باید عمومي لارې بندې نه کړي بلکې دوی کولای شي چې خپلې غوښتنې له یوه ګوښه ځایه مطرح او د کابل پروسې د کنفرانس له کامیابېدو سره مرسته وکړي.

له دې سره د حقوقي چارو کارپوه حکمت الله حکمت که څه هم مظاهرې او اعتراضونه د خلکو مسلم حق ګڼي خو وايي، داسې مظاهرې چې له ځانه سره تاوتریخوالی ولري او یا د هېواد عمومي ګټې له ګواښ سره مخ کوي خلک باید په کې له ګډونه ډډه وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG