د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

ولسي جرګې د وروستیو راولاړو شویو سیاسي ستونزو هواري ته پلاوی وټاکه


د افغانستان د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې اجنډا او ازاد بحث د کابل د چهار شنبې، جمعې او شنبې د ورځو پېښو ته ځانګړې شوی و چې د وکیلانو تر منځ پرې تاوده بحثونه وشول.

د وکیلانو له څرګندونو او وړاندیزونو وروسته د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابرهیمي د وکیلانو په تائید پرېکړه وکړه، څو د پېښو د پلټنو او د معترضینو او حکومت تر منځ د ستونزو هواري ته یو پلاوی وټاکل شي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابرهیمي
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابرهیمي

​نوموړي وویل:

"یو پلاوی دې وټاکل شي هم د حکومت له رهبرۍ سره هم دې له معترضینو سره خبرې وکړي، نظرونه دې راواخیستل شي، پلاوی دې د امریکا له سفارت، اروپايي اتحادیې او هم یوناما سره خبرې وکړي، دغه‌شان په تالار کې د وکیلانو وړاندیزونه چې مطرح شول دا دې هم راواخلي، ټول نظرونه دې یو کړي او بیا وروسته دې اجرأت وکړي."

ولسي جرګې پرېکړه وکړه چې په پلاوي کې باید ۳۴ تنه وي چې له هر ولایته به یو-یو تن په انتخابي ډول ورته معرفي شي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل په زنبق څلور لارې کې یوه موټر بم چاودنه وشوه چې د راپورونو له مخې ۹۰ تنه په‌کې ووژل شول او له ۴۰۰ زیات په‌کې ټپیان شول.

له هغې وروسته د جمعې په ورځ یو شمېر کسانو د دغې پېښې په غبرګون کابل کې مظاهره وکړه چې په تاوتریخوالي واوښته چې د افغانستان د مشرانو جرګې د مرستیال محمد علم ایزدیار د زوی په ګډون ۴ کسان په‌کې ووژل شول.

د سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې هم انتحاري حملې وشوې چې یو شمېر کسانو ته په‌کې مرګ ژوبله واوښته.

د یادو پېښو په تړاو اعتراض کوونکو د شیرپور په څلور لاري کې د تحصن خیمه وهلې چې د څلورمې ورځې لپاره‌یې هم اعتراضونه روان دي.

دوی د ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر د استعفاوو غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې یو شمېر وکیلانو ټینګار کاوه چې اوسنیو ناوړه شرایطو ته په کتو باید له وروستیو پېښو سره مسؤلانه سیاسي چلند وشي.

د ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي جرګې ته وویل، دښمن له دې ډول ناوړه حالته استفاده کوي، باید افغانان له هر ډول پېښو سره په احتیاط چلند وکړي.

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي
د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي

نوموړې وايي:

"په رښتیا هم باید له پېښو سره په احتیاط سیاسي برخورد وکړو او د مسؤلیت په پام کې نیولو سره له قضایاو سره چلند وکړو. "

د ولسي جرکې بلې غړې صدیقې مبارز بیا د امنیتي مسؤلینو په استجواب ټینګار کاوه، دې ویل چې د امنیتي سکټور مسؤلین دې په دې اړه راوغوښتل شي، څو د یادو پېښو په تړاو وکیلانو ته معلومات ورکړي.

وکیلانو دا هم ویل چې مظاهره‌چیان، حکومت او خلک باید روانو ستونزو ته قومي، سمتي او ژبني رنګ ورنه‌کړي، ځکه د دوی په خبره دا د افغانستان په ګټه نه‎دي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG